هلمند کې يو ځوان د لاسي بم چاودنه کې ووژل شو

اطلاعات روز: هلمند کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې یو ۲۷ کلن ځوان د خپل لاسي بم په چاودنه کې وژل شوی دی.

یوې ځایي سرچینې وویل، چې یاد ځوان جلال الدین نومیده او نن (شنبه، ۱۸ د وږي) سهار ۸:۰۰ بجې پرې لاسي بم چاودلی دی.

ورته مهال هلمند کې د طالبانو ځایي مسوولین یاده پیښه تاییدوي او وایي، چې جلال الدین اصلي د باباجي ولسوالۍ اوسیدونکی او ګرشک ولسوالۍ ته تللی و، چې هلته د کالیو ګنډلو په یوه مرکز کې د یادې پیښې له امله وژل شوی دی.

دوی زیاتوي، چې تراوسه معلومه نه ده چې ياد کس په لاسي بم څه کول، خو وایي چې د پیښې په اړه یې پلټنې پېل کړې دي.

لاسي بمونه، ماینونه او ناچاودي توکي په افغانستان کې په یوه جدي ګواښ بدل شوي او د لویانو ترڅنګ یې ډېری قربانیان ماشومان دي.