اطلاعات روز: په پکتيا ولايت کې د ګردېز-زرمت ترمنځ د غځېدلي سړک چې شاوخوا ۲۰ کيلومټره اوږدوالي لري له دوه کلن ځنډ وروسته يې د پخېدو چارې پېل شوې.
پکتيا کې د طالبانو له مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ياد سړک ۹ مټره سور او ۲۰ کيلومټره اوږدوالی لري او د پخېدو قرارداد يې د «اچکو» په نوم يو خصوصي شرکت ته په ۶۷۰ ميليونه افغانۍ ورکړل شوی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې سړک پنځه کيلومټره په تېر جمهوري نظام کې په پاخه ډول رغول شوی او د پنځه کیلومټره نور سړک کار پرون (شنبه، ۱۸ د وږي) پېل او د سږکال تر پايه به ورغول شي.
دوی زياتوي چې د پاتې ۱۰ کيلومټره سړک کارونه به هم راتلونکي کال کې پېل شي.
د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت مسوولينو ډاډ ورکړی چې د دې سړک کارونه به په ښه کيفيت ترسره کوي او له خلکو هم غوښتنه کوي چې د ساتنې لپاره يې همکاري وکړي.
مسوولينو زياته کړې چې د دغې پروژې په چوکاټ کې به ۶۶ لوی او کوچني پلونه او له ۱۱۰۰ مټره زيات استنادي ديوالونه هم جوړ شي.
په تېر نظام کې د ګردېز-زرمت ترمنځ پر غځېدلي سړک څو ځله د رغونې کارونه پېل شوي، خو وروسته د امنيتي ستونزو له امله يې چارې له خنډ او ځنډ سره مخ شوې دي، دا ځل د سيمې خلک ټينګار کوي چې له ژمنې سره سم دې تر راتلونکي کاله پورې دغه پروژه بشپړه شي.
پر دغه سړک د زرمت ولسوالۍ سربېره د پکتيکا او غزني ولايتونو اوسېدونکي هم تګ-راتګ کوي، خو کنډکپر حالت يې له ستونزو سره مخ کړي دي.