Photo: sent to Etilaatroz

ستانکزی: د نجونو پرمخ د ښوونځيو او پوهنتونونو د پرانيستلو لپاره شرايط برابر نه دي

اطلاعات روز: د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين شير محمد عباس ستانکزي چې په ځلونو يې د دې ډلې له لوري له زده کړو د نجونو پر محرومولو نيوکه کړې، پنجشېر ولايت ته يې د خپل سفر پر مهال ويلي، چې د نجونو او ښځو پرمخ د ښوونځيو او پوهنتونونو د پرانيستلو لپاره شرايط برابر نه دي.

نوموړي نه ده روښانه کړې چې ښوونځي او پوهنتونونه د کومو شرايطو له مخې د نجونو پرمخ خلاصېږي.

تر دوو کلونو زيات وخت کېږي چې طالبانو تر شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځي او پوهنتون ته له تللو راګرځولې دي.

دې ډلې په یاده موده کې په ځلونو ژمنې کړي چې د نجونو ښوونځي پرانيستل کېږي، خو دا ژمنې تر اوسه نه دي عملي شوي.

ستانکزي پرون (سې‌شنبه، ۲۸ د وږي) په پنجشېر کې د خپلو خبرو پر مهال د طالبانو له مخالفينو غوښتي چې هيواد ته دې راشي.

ده ويلي: «زه پنجشېر ولايت ته د دې لپاره راغلم چې د نظام مخالفينو ته پيغام ورسوم او ستاسو تر منځ ووايم؛ نه غواړو چې د هيواد يو وګړی دې هم له هيواده بهر ژوند وکړي. ټول کولای شي راشي، دوی ته هيڅ خطر نشته.»

دې طالب چارواکي د هيواد پر هوايي حريم د بې پيلوټه الوتکو د ګرځېدلو په اړه هم څرګندونې کړي او ويلي يې دي چې امريکا «زموږ هوايي حريم نقضوي.»

نوموړي وړاندې هم ويلي و، چې د بهرنيو او ګاونډیو هيوادونو بې پيلوټه الوتکې اوس هم د افغانستان پر فضا الوت کوي.