اطلاعات روز: کونړ کې له پاکستانه تازه راستانه شوي افغانان خپلې خاورې ته په راستنېدو که څه هم ناخوښ نه دي، خو د طالبانو له لوري د نجونو پر زده کړو بندیزونو اندېښمن کړي دي.
دوی باور لري، چې پرته له ښځینه زده کړو د ټولنې ستونزې نه شي حل کیدلی او د طالبانو له سرپرست حکومت غوښتنه کوي، چې د نجونو پر وړاندې دې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي، ترڅو د زده کړو له لارې خپلو هېلو ته ورسېږي.
امیر محمد چې ډیر عمر یې د پاکستان په پنجاب ایالت کې تېر کړی او شاوخوا یوه میاشت وړاندې له دغه هېواده د تورخم له لارې افغانستان ته راستون شوی اوس د خپلو لوڼو زده کړو ته اندېښمن دی.
نوموړی وايي، ښځې د ټولنې نیمه برخه ده او د ټولنې د بریا لپاره اړینه ده، چې ښځو ته د زده کړو سربېره د اسلامي چوکاټ مطابق ټول حقونه ورکړل شي او دا یې الهي حق هم دی.
امیر محمد وویل: « چې تعلیم تربیه زما بچۍ ونه کړي، زما د ورور بچۍ ونه کړي، زما د تره زوی بچۍ ونه کړي، په خپله خو څوک ډاکټر کېدلی نه شي، ټول حق لري، بچۍ هم حق لري، زامن هم حق لري، چې ښوونځی ووايي، په پنجاب کې چې چاته چای او ډوډۍ نه پیدا کېږي هم په خپلو لوڼو او زامنو باندې تعلیم کوي.»
د امیر محمد په څېر له پاکستانه ګڼ نور راستانه شوي افغانان د طالباني نظام تر چتر لاندې د خپلو لوڼو زده کړو ته اندېښمن دي.
زرین شاه چې د څلورو لوڼو پلار دی وايي، په پاکستان کې د سختو اقتصادي ستونزو له امله نه دی توانېدلی، چې پر خپلو لوڼو زده کړې وکړي او اوس چې خپل هېواد ته راستون شوی غواړي د زده کړو په برخه کې د خپلو لوڼو هیلې پوره کړي، خو په خبره یې د طالبانو له لوري له زده کړو د نجونو منع کولو سخت خواشینی کړی دی.
نوموړی د طالبانو له سرپرست رژیم غوښتنه کوي، چې د نجونو پر وړاندې دې له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو او پوهنتونو دروازې پرانیزي او اجازه دې ورکړي، چې نجونې هم د نارینه وو په څېر د زده کړو له لارې خپلې هیلې ترلاسه کړي.
زرین شاه دغه راز له مرستندویه ادارو غوښتنه کوي، چې په اوسني سخت بد اقتصادي وضعیت کې دې د دوی لاسنیوی وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو له نږدې دوه نیم کالو راهیسې د نجونو پر وړاندې له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو دروازې بندې کړي او لاهم معلومه نه ده، چې دغه ډله به څه وخت د نجونو پر وړاندې د زده کړو دروازې پرانیزي.
د طالبانو د کډوالو او بېرته را ستېدونکو چارو وزارت سرپرست خیل الرحمن حقاني چې څه موده وړاندې ننګرهار ته راغلی و، له رسنیو سره ویلي وو، چې د نړۍ والو مرستندویه ادارو پرمټ به بېرته را ستنو شویو ته د کار روزګار ترڅنګ د زده کړو زمینه برابروي.
د طالب چارواکو د معلوماتو له مخې د پاکستان له ضرب الاجل وروسته تر اوسه یوازې د تورخم له لارې شاوخوا څلور سوه زره افغانان افغانستان ته ستانه شوي او په اوسني سخت ژمي کې د افغان کډوالو د را ستنېدو لړۍ لاهم نه ده بنده شوې او هره ورځ د تورخم له لارې لسګونه افغانې کورنۍ خپلې خاورې ته راستنېږي.