رينا اميري: نړيواله ټولنه دې د ښځو او نجونو د زده کړو له حقه د ملاتړ برخه کې يو ځای پاتې شي

اطلاعات روز: په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو په چارو کې د امريکا ځانګړې استازې رينا اميري له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغان ښځو او نجونو د زده کړو له حق څخه د ملاتړ په موخه يو ځای پاتې شي.

نوموړې پرون چهارشنبه (۴ د سلواغې) د زده کړې د نړیوالې ورځې په مناسبت پر ايکس په خپله پاڼه ليکلي، چې ۲.۳ ميليونه ښځې او افغان نجونې ښوونځي ته له تګ بې برخې دي او خپل ارمانونه يې بايللي دي.

اميري ليکلي: «نړيواله ټولنه بايد د افغان ښځو او نجونو لپاره په ټولو کچو د رسمي زده کړو او درسي برنامو د حق څخه د ملاتړ په برخه کې یو ځای پاتې شي.»

طالبانو پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته تر شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځي او پوهنتون ته له تلو راګرځولې دي.

دې ډلې لومړی د نجونو پر زده کړو بنديز لنډمهالی بللی و، خو تر دوه کاله د زيات وخت له تېرېدو او د نړيوالې ټولنې له فشار سره-سره لاهم نجونې له زده کړو بې برخې دي.