هلمند کې په يوې ترافيکي پيښه کې دوه تنه مړه شول

اطلاعات روز: هلمند کې سرچینې خبر ورکوي، چې د دې ولایت په مرکز لښکرګاه کې د یوې ترافیکي پیښې له امله د یوې ښځې په ګډون دوه تنه مړه او یوه بله ښځه ټپي شوې ده.

هلمند کې د طالبانو په امنيې قومندانۍ کې يوې سرچينې وويل، چې پيښه تېره ورځ (جمعه، ۶ د سلواغې) د لښګرګاه ښار د دريمې حوزي اړوند د غوښو پلورلو هټيو سره د يو موټرسايکل او «بوکلین» موټر ترمنځ شوې ده.

د سرچینې په خبره، ياده پيښه کې د عبدالله جان په نوم يو ۱۸ ځوان او یوه ۴۰ کلنه ښځه مړه او يوه بله ښځه ټپې شوې، چې دا مهال یې روغتون کې درملنه روانه ده.

د سرچينې په وينا، د دې پيښې ټول قربانيان د لښګرکاه د «چانجیر» سيمې اوسيدونکي وو.

د دغه ترافیکي پیښې د رامنځته کیدو لامل نه دی معلوم، خو په هېواد کې د ډیری ترافیکي پیښو لامل خراب سړکونه، او بې احتیاطي بلل کېږي.