انځور: خواله رسنۍ

رينا اميري: يو شمېر هغو ښځو چې د طالبانو زندان یې تجربه کړی، ځان‌ځورونې او ځان‌وژنې ته لاس اچولی

اطلاعات روز: په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو په چارو کې د امريکا استازې رينا اميري وايي، چې له راپورونو سره سم، يو شمېر ښځې چې د طالبانو له لوري د حجاب له کبله نيول شوي او له يوې شپې زندان سره مخ شوي، د ابرو بايللو له وېرې يې ځان‌ځورونې او ځان‌وژنې ته لاس اچولی دی.

نوموړې نن (شنبه، ۲۱ د سلواغې) پر ايکس په خپله پاڼه په يوه پیغام کې ليکلي، چې د فرمان تر عنوان لاندې چې کوم اقدامات ترسره کېږي ، سپکوونکي دي او پر ښځو، نجونو او کورنيو ويجاړوونکې اغېزې لري.

اميري ليکلي، چې کوم کسان د دې اقداماتو په اړه خبرې کوي، له جدي خطرونو سره مخ کېږي.

دې ليکلي: «په سلګونو ښځې او نجونې نيول شوې دي او ځورول شوې او فلجوونکې جريمې ترې اخيستل شوې دي. له راپورونو سره سم، کوم افراد چې يوه شپه بنديان شوي د خپلې ابرو بايللو له کبله يې په ځان‌ځورونې او ځان‌وژنې لاس پورې کړی.»

اميري ليکلي، چې دا اقدامات بايد پای ته ورسېږي او په اړه يې بايد ځواب وويل شي.

طالبانو پر ښځو او نجونو له سختو بنديزونو سره-سره د کابل په ګډون په ځينو ښارونو کې يو شمېر ښځې او نجونې د پوښاک د څرنګوالي او د دې ډلې د تاييد وړ حجاب نه کولو له کبله نيولې دي.

د طالبانو دې کار پراخ منفي غبرګونونه راپارولي دي.