هلمند کې په یوې ترافیکي پیښه کې ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

اطلاعات روز: هلمند کې د طالبانو ځايي مسوولين خبر ورکوي، چې د دې ولایت په نهرسراج ولسوالۍ کې د يوې ترافيکي پيښې له امله کې دوې میرمنې مړې او ۱۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

د دې ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست لپاره د طالبانو مرستيال مولوي شيرمحمد وحدت وايي، چې پيښه تېره ورځ (چهارشنبه، ۲ د کب) د لښکرګاه-کندهار پر لويه لار د نهرسراج ولسوالۍ اړوند «شيندک مانده» سیمه کې د یو موټر سایکل، یوې مازدا او ويټز موټرو ترمنځ شوې ده.

نوموړی زیاتوي، یاده ترافیکي پیښه کې په ويټز موټر کې ناستې دوې میرمنې مړې او اته کسان ټپیان شوي او همدارنګه د مازدا او موټر سایکل چلوونکي هم ټپیان دي.

د ده په خبره، چې ټپيان د درملنې په موخه د بست ولايتي روغتون ته انتقال شوي دي.

هغه د یادې ترافیکي پیښې لامل نه دی په ګوته کړی، خو هیواد کې د ډیری ترافیکي پیښو لامل بې احتیاطي او خراب سړکونه بلل کېږي.