اطلاعات روز: فراه کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې د دې ولایت په پرچمن ولسوالۍ کې یو ۲۱ کلن ځوان د ځان په زندۍ کولو سره خپل ژوند ته د پای ټکی ایښی.
یوې سرچینې وویل، چې یاد ځوان محمد داوود نومیده او تېره ورځ (جمعه، ۱۸ د کب) یې د پرچمن ولسوالۍ اړوند «تخت پرچمن» سیمه کې ځان ځړولی دی.
سرچینه زیاتوي، چې محمد داوود د تخت پرچمن اصلي اوسیدونکی او د اقتصادي ستونزو او کورني تاوتریخوالي له کبله یې ځان د یوې رسۍ په وسیله زندۍ کړی دی.
فراه کې ځایي طالب مسووولینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
هیواد کې فقر، بې کاري، کورنۍ ستونزې او په ځینو سیمو کې د هلک او نجلۍ په خوښه نکاح او واده نه کول د ځان وژنو اصلي لاملونه بلل کېږي.
