انځور: استول شوی

کندهار کې یوه ځوان له پلار سره تر شخړې وروسته ځان وژنه کړې

اطلاعات روز: د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې یوه ځوان وروسته تر هغه ځان زندۍ کړی چې پلار یې د ده له سټايلي وېښتانو جوړولو سره مخالفت کړی او سر یې ورته خرېیلی دی.

کندهار کې د طالبانو پولیس وایې چې دا پېښه پرون (دوشنبه، ۲۰ د وري) د سپین بولدک ولسوالۍ اړوند «نوي کلي» په سیمه کې رامنځته شوې.

د طالبانو د پولیسو په وينا، یاد ځوان احمدالله نومېږي او د کندهار ولایت د ارغستان ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی و چې له څه مودې راهیسې په سپین بولدک ولسوالۍ کې اوسېده.

ددوی په وینا، احمدالله وروسته تر هغې له خپل پلار سره جنجال کړی او ځان یې زندۍ کړی چې د نوموړي پلار یې سر ور خرېیلی و.

د احمدالله د کورنۍ غړو ویلي، نوموړي لومړی ځان په خپله کوټه کې قلف کړی او تر هغه وروسته یې ځان وژنه کړې ده.

په هيواد کې د ځان وژنې اکثريت پېښې د کورني تاوتريخوالي له امله را منځته کېږي او تر ډېره حده يې قربانيان ښځې وي.