هلمند کې د اسماني تندر پریوتو له کبله یو کس وژل شوی او درې نور ټپیان دي

اطلاعات روز: هلمند کې د طالبانو مسوولین وایي، چې د دې ولایت په ګرشک او باباجي ولسوالیو کې د اسماني تندر پریوتو له کبله یو کس وژل شوی او درې نور ټپیان دي.

په دې ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس حافظ راشد وایي، چې تېره شپه (جمعه، ۲۴ د وري) په باباجي او ګرشک ولسوالیو کې د تیز باد او باران له کبله د تندر پریوتو دوو جلا پیښو مرګ ژوبله اړولې.

نوموړی زیاتوي، چې په باباجي ولسوالۍ کې د تندر پریوتو له کلبه یو کس وژل شوی او د ګرشک په پیښه کې بیا یو ه ښځه او دوه ماشومان ټپیان شوي دي.

 د راشد په خبره،  ټپیان د درملنې په موخه روغتون ته انتقال شوي دي.

تېره ورځ په کندهار ولایت کې هم د یو ځوان پر سر تندر راپریوتی او وژلی یې و.

د هیواد په نږدې ټولو ولایتونو کې د پرون راهیسې ورښتونه دوام لري چې په ځینو ولایتونو کې یې خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

حمایت می‌کنم

در افغانستان، جایی که آزادی رسانه‌ها، مانند بسیاری از آزادی‌های دیگر، سرکوب شده است، اطلاعات روز به ایستادگی در برابر سرکوب ادامه می‌دهد.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته