ګوتريش: سيمه او نړۍ د يوې بلې جګړې توان نه لري

UN

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونيو ګوتريش پر اسراييلو د ايران انتقامي بريدونو ته په غبرګون کې په سيمه کې د لا زيات تاوتريخوالي په اړه انديښنه ښودلې او ويلي يې دي چې سيمه او نړۍ د يوې بلې جګړې توان نه لري.

ګوتريش په يوه اعلاميه کې ويلي: «زه نن مازديګر پر اسراييلو د ايران د اسلامي جمهوريت د پراخ بريد له امله را پيدا شوې ترينګلتيا غندم. زه د دې دښمنيو د سمدستي درولو غوښتنه کوم.»

ده ويلي، چې له ټولو اړخونو غواړي چې له حد اکثر زغم څخه کار واخلي تر څو له هر داسې اقدام څخه ډډه وشي چې په منځني ختيځ کې په څو جبهو کې د پراخې نظامي ښکېلتيا لامل کېدلای شي.

ګوتريش ويلي: «ما بيا – بيا ټينګار کړی دی چې نه هم سيمه او نه هم نړۍ د يوې بلې جګړې توان لري.»

تېره شپه د ايران دولتي ټلويزیون په اسراييلو کې پر يو شمېر اهدافو د «بې پيلوټه الوتکو په وسيله» د سپاه پاسداران د بريد خبر ورکړ.

سپاه پاسداران په يوه اعلاميه کې ويلي: «د صهيونيستي رژيم جناياتو ته په ځواب کې د سپاه هوايي ځواکي په اشغال شوې ځمکه کې يو لړ اهداف د توغنديو او بې پيلوټه الوتکو په مټ په نښه کړل.»

اسراييل ادعا کوي چې د ايران ټولې بې پيلوټه الوتکې او توغندي يې شنډ کړي. د اسراييلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو پر ايکس ليکلي: «موږ يې مخه ونيوله او مهار مو کړل. موږ به بريالي کېږو.»

د امريکا، برېتانيا، جرمني او کاناډا مشرانو د ايران بريدونه غندلي دي.

چين او سعودي عربستان له دواړو اړخونو غوښتي چې زغم وکړي او له نښتو پر شا شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه