Photo: Social Media

د «حجاب» تاريخي او ديني شاليد؛ يوه ارزونه (۱)

شمشاد زلمی

په تاريخي توګه د ښځې په اړه انساني تصور او په ټولنه کې د هغې حيثيت تدريجي ارتقا کړې. د مصر، يونان او روم له لرغونو تمدنو څخه واخله تر اوسنۍ موډرنې نړۍ پورې که څه هم په ټولنه کې د ښځو د حيثيت د راپورته کولو په لړ کې مهمې لاسته راوړنې تر لاسه شوي او د ښځو په تړاو جنسيتي – تبعيضي افکار ننګول شوي او پرځول شوي دي مګر لاهم دا بحث پای ته نه دی رسېدلی او د نړۍ په ګڼو ټولنو کې لاهم ښځه د خپل جنسيت له مخې له تبعيضي بنديزونو سره مخ ده او په ټولنه او کورنۍ کې د نارينه سياله نه ګڼل کېږي. په دې لړ کې يوه مهمه مسئله په اسلامي نړۍ کې د ښځو د پردې او يا هم حجاب موضوع ده چې د سختدريځو اسلامپالو په ادبياتو کې له «ديني-اسلامي سياست» سره تړلې مطرح کېږي او د اسلام د يوې ځانګړنې په توګه د ټولنې او کورنۍ په تړاو د دوی د لرليد يوه مهمه برخه ده. ښايي همدا وجه به وي چې په دې لړ کې په سيمه کې د «بنسټپالي – اسلامي سياست» د مطرحې څيرې مولانا ابوالاعلی مودودي کتاب «پرده» د مطرح کتاب په توګه وړاندې کېږي او په همدې کتاب کې د مطرح شويو او ورته نورو دلايلو له مخې د ديني – اسلامي بنسټپالو له لوري «حجاب/پرده» د دوی له اند سره سم د ټولنې او کورنۍ لپاره يو مهم هدف دی او په دې وروستيو کې د ښځو او حجاب په تړاو د طالبانو اقدامات له دين څخه د همدې سخت دريځي تعبیر پر اساس دي. 

په دې لړ کې يوه مهمه خبره چې په ډاګه نه بيانېږي، هغه داده چې حجاب (Veil) په تاريخي توګه تر اسلام وړاندې ريښې لري او تر ديني حکم وړاندې دا د ټولنيزو او اقتصادي حالاتو له کبله رامنځته شوی دی. تاريخي شواهدو ته په کتو سره څرګندېږي چې تر مېلاد شاوخوا څوارلس پېړۍ وړاندې په منځني ختيځ کې يا هم د اوسني عراق شمال اړخ ته په اسيرين (Assyrian) امپراتورۍ کې حجاب په قانوني توګه جبري کړل شو ځکه چې د دې امپراتورۍ له پراختيا او د غلامانو او مينځو په ډېرښت سره په ټولنيزه کچه يوه ستونزه دا را پيدا شوه چې د ازادو او غلامو مېرمنو ترمنځ توپير کول سخت شول. له همدې وجې په قانوني توګه دا لارښوونه وشوه چې کومې ښځې غلامې او مينځې دي، هغوی نه شي کولای حجاب وکړي او خپل مخ پټ کړي او د هغوی سر هم بايد پټ نه بلکې لوڅ وي. په دې توګه دا د ازادو او غلامو مېرمنو ترمنځ د تفکيک کولو يوه حل لاره وه او که به په دې ټولنه کې چا باحجابه او سر پټ کړې مېرمن ليدلای نو هغوی به پوهېدل چې دا ازاده مېرمن ده او د چا غلامه نه ده او په دې ډول به هغه نه يوازې له اذيت څخه خوندي وه بلکې هغسې چلند به هم ورسره نه کېده لکه له غلامو مېرمنو او مينځو سره چې کېده. د دې امپراتورۍ د قانون له مخې مينځو ته په حجاب کولو سختې سزاګانې ورکول کېدې. [۱]

د غلامو مېرمنو د نه حجاب کولو په اړه د اسيرين قانون ځينې مادې

«غلامه ښځه حجاب نه شي کولای او څوک چې يوه غلامه ويني چې حجاب يې کړی دی، بايد ويې نيسي او د ماڼۍ دروازې ته يې راولي: د هغې غوږ به غوڅېږي او چا چې نيولې، کالي يې د هماغه دي.» 

«فاحشه نه حجاب کولای شي او نه هم خپل سر پټولای شي. هر څوک چې باحجابه فاحشه ويني، بايد ويې نيسي، شاهدان راغونډ کړي او د ماڼۍ دروازې ته دې يې راولي… دا دې پنځوس درې ووهل شي او پر سر دې ورته ګرم تېل واچول شي.» 

همدا راز، په بازنطيني او ساساني ټولنو او د منځني ختيځ شاوخوا په نورو کلتورونو کې هم حجاب رواج و. ان داسې شواهد شته چې تر اسلام وړاندې په عربي ټولنو لکه بنو اسماعيل او بنو قحطان کې هم حجاب يا هم مخ پټول اشنا چاره وه (مخکينۍ حواله) ځکه چې د حجاب تړاو په ټولنيزه کچه د ښځې له حيثيت او مقام سره و. په ټولنه کې د غلامو او فاحشو مېرمنو شتون او زيات شمېر دا ضروري کړې وه چې ازادې او غلامې ميرمنې سره بېلي کړل شي، له همدې کبله حجاب يوه حيثيتي مسئله شوه او عملا يې د وګړو ترمنځ ټولنيز طبقاتي بېلتون ښود. تاريخي شواهدو ته په کتو سره احتمال دادی چې يهودانو هم په منځني ختيځ کې له شته کلتورونو دا رواج اخيستی دی او له دې سره – سره په بايبل کې هم د حجاب په اړه ګڼ اقوال موندل کېږي. 

تر اسلام وړاندې عربي ټولنه کې که څه هم د ښځو له لوري حجاب يا هم مخ پټول په يو مخيزه توګه دود نه و، مګر د دې ټولنې د لوړې طبقې ښځې له دې کلتور سره بلدې وې. په اسلامي تاريخ کې د اسلام د پیغمبر له لوري د مکې تر فتحې وروسته د هند بنت عتبة د اسلام راوړلو کيسه ډېره مشهوره ده. ويل کېږي چې دا کله د اسلام د پيغمبر مخ ته راتله نو نقاب يې اچولی و. [۲]

همدا راز، که تر اسلام وړاندې د امرء القيس او ځينو نورو شاعرانو شعرونه وکتل شي، نو د باحجابه مېرمنو په تړاو يادونه په کې کېږي چې دا ښيي چې تر اسلام وړاندې عرب د حجاب يا هم نقاب له اغوستلو سره بلد و او د هغې ټولنې د اشرافي طبقې او له شاوخوا کلتورونو سره بلدو ښځو به اغوست. 

تاريخي شواهدو ته په کتلو سره څرګندېږي چې حجاب له غلامۍ سره تړلې موضوع ده، له کومه وخته چې په انساني ټولنو کې د ښځو ترمنځ د ازاد او غلام توپير رامنځته شوی او په ټولنيزه کچه اړتيا ليدل شوې ده چې د ازادې او غلامې ميرمنې توپير وکړل شي، نو هغه وخت د حجاب او پردې تصور هم وده کړې او په دې توګه دا يوه اشرافي جامه ګڼل شوې او بېلابېلو کلتورونو او ټولنو ته يې سرايت کړی دی. 

په شلمه او يوويشتمه پېړۍ کې د لوېديځ تر پرمختګ او د لوېديځو افکارو تر پراختيا او غالبېدو وروسته حجاب په اسلامي نړۍ کې د ځينو کړيو له لوري د يوه شديد عکس العمل په توګه هم مطرح شوی دی. له کومه وخته چې د ښځو د ملاتړو افکارو او ښځو د حقونو تر نوم لاندې حجاب کړې ښځه Oppressed ګڼل شوې، نو پر وړاندې يې په مسلمانو ټولنو کې دا غبرګون را پیدا شوی چې دا يې نه يوازې د ښځو شخصي انتخاب بلکې د هغوی د ښځينه‌توب د ساتنې بهترين سمبول ګڼلی دی. په ځانګړې توګه په ۲۰۰۱ کال کې د يوولسم سپټمبر تر پېښې وروسته حجاب په غرب او اسلامي نړۍ کې يوه توده موضوع وه. که له يوې خوا پر دې نيوکې کيدلې، بل پلو په مسلمانو ټولنو کې د يو شمېر کړيو له لوري دا د ښځو د خونديتوب او د هغوی د ښځينه شناخت لپاره مهم اصل ګڼل کېده. په دې لړ کې بنسټپالو اسلامپالو د ښځو له حجاب او ناموسي مسايلو د خپلو بنسټپالو موخو او سياستونو لپاره هم استفاده کړې او په مسلمانو ټولنو کې دننه د ښځو د حقونو او پر هغوی د کېدونکي جبر پر وړاندې راپورته شوي غورځنګونه يې هم د غرب د تبليغاتو تر اغېز لاندې بللي او رټلي دي او په دې لړ کې يې د حجاب په ګډون د ښځو په اړه د هر ډول جدي بحث مخه نيولې او هڅه يې کړې چې د ښځو په اړه پر جنسيتي تبعيض ولاړ دوديز افکار خوندي وساتي او د بشر حقونو پر اساس د ښځې په تړاو د هر ډول مطرح کېدونکي بحث مخه ونيسي. حجاب هم يوه له همدې جدي بحثونو څخه ده چې تر هر څه لومړی بايد ورته له بشري زاويې وکتل شي او همدا راز يې تاريخي وده له بېلابېلو اړخونو وارزول شي او له دې سره-سره چې په دې اړه کوم ديني – اسلامي استدلال مطرح کېږي، پر هغه هم بايد د تاريخي حقايقو په رڼا کې بحث وشي مګر په بنسټپالي سخت دريځ ذهنيت کې د واقعبينانه بحث پر ځای تمرکز پر احساساتو کېږي.

… 

[۱] https://www.eiu.edu/historia/Slininger2014.pdf 

[۲] الطبقات الكبرى (۸/۲۳۷)