د افغانستان د ازادۍ جبهې ویلي چې ځواکونو یې د بدخشان ولایت د زیباک ولسوالۍ په سیمه کې د طالبانو د ملاتړ کوونکو «نړیوالو ترهګرو» یوه ډله په نښه کړې، چې له امله یې دوه بهرني جنګیالي وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
جبهې په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه کسان پرون (جمعه، ٩ د زمري) زیباک ولسوالۍ ته پر غځېدلې لارې هدف ګرځول شوي دي.
د اعلامیې له مخې، دغه کسان «په سیمهییزه ژبه نه پوهېدل» او غوښتل یې د یوه کاروان په بڼه زیباک ته ولاړ شي، څو د ازادۍ جبهې پر ضد د طالبانو په جګړه کې ګډون وکړي.
ازادۍ جبهې زیاته کړې: «د طالبانو ترڅنګ د بهرنیو ترهګرو ډلو حضور د ازادۍ جبهې د مبارزینو پر ضد په جګړه کې دا څرګندوي چې افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ لاندې لا هم د نړیوال تروریزم لپاره په خوندي پناهځای او د بیا تولید او پراختیا په مرکز بدل شوی دی.»
ازادۍ جبهې د دغو کسانو هویت او تابعیت نه دی څرګند کړی.
په بدخشان کې د طالبانو سیمهییزو چارواکو تر اوسه د ازادۍ جبهې د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.
ازادۍ جبهې شاوخوا لس ورځې وړاندې په زیباک ولسوالۍ کې د طالبانو پر ضد پوځي عملیات پیل کړي او ادعا کوي چې د ولسوالۍ ځینې سیمې یې تر خپل کنټرول لاندې راوستې دي.
دې جبهې د عملیاتو له پیل یوه ورځ وروسته ادعا وکړه چې ۲۱ طالبان یې وژلي او ۳۵ نور یې ټپیان کړي دي.
طالبانو هم د زیباک ولسوالۍ په لومړنیو نښتو اعتراف کړی، خو د پېښې په اړه یې بل روایت وړاندې کړی دی.
د طالبانو د «۲۱۹ عمر ثالث فرقې» ویلي چې جګړه د زیباک ولسوالۍ د «توپخانه» په سیمه کې شوې وه، چې پکې د دوی په وینا پنځه «بغاوتګر» ووژل شول. طالبان ادعا کوي چې دغه کسان د پاکستان د چترال د شاه سلیم له سیمې سیمې ته داخل شوي وو او پاتې کسان بېرته چترال ته وتښتېدل.
طالبانو تر اوسه په زیباک ولسوالۍ کې د ازادۍ جبهې له ځواکونو سره د روانو نښتو دوام نه دی تأیید کړی.
