اطلاعات روز: د پخواني حکومت د ملي روغې-جوړي د عالي شورا رييس عبدالله عبدالله په کابل کې د اروپايي ټولنې د دفتر له رييسې رافايلا اديس او د برېتانيا او هسپانيا له ډیپلوماټانو سره د دوحې د راتلونکې غونډې په اړه خبرې کړې دي.
نوموړي دا موضوع نن (پنج شنبه، ۳ د غبرګولي) پر ایکس په خپله پاڼه ليکلي، خو په دې اړه يې جزييات نه دي ورکړي.
عبدالله ليکلي، چې په باميانو کې د هسپانوي وګړو د وژل کېدو په خاطر يې د افغانستان په چارو کې د دې هيواد ډيپلوماټ ريکاردو لوسا ته تسليت ویلی دی.
ده زياته کړې، چې د افغانستان له سېلاب ځپلو سره يې د اروپايي ټولنې له مرستو مننه کړې او د سېلاب پراخو زيانونو ته په پام يې د لا زياتو مرسته غوښتنه کړې ده.
د دوحې د غونډې په اړه د طالبانو د سياسي کميسيون د غړو غونډه
د طالبانو حکومت هم اعلان کړی چې د دې ډلې په سياسي کميسيون کې د دوحې د راتلونکې غونډې په اړه خبرې شوې دي.
ارګ پر ايکس په خپله پاڼه ليکلي، چې دا غونډه د طالبانو د لومړي وزير د سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير په مشرۍ شوې ده.
د ارګ پر پاڼه ليکل شوي، چې په دې غونډه کې د هيواد او سيمې د وروستي وضعيت، د دوحې د راتلونکې غونډې او اړمنو ته د بشرپالو مرستو پر رسولو بحث شوی دی.
له خپرې شوې خبرپاڼې سره سم، د طالبانو د سياسي کمیسيون په غونډه کې له يو شمېر هيوادونو سره د طالبانو د اړيکو د پراختيا او تعامل په اړه هم خبرې شوې دي.
د افغانستان په چارو کې د هيوادونو د ځانګړو استازو درېيمه غونډه به په دوحه کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په کوربتوب د روان لمريز کال د سرطان د مياشتې پر ۱۰مه او ۱۱مه (د ۲۰۲۴ کال د جون پر ۳۰مه او د جولای پر اوله) نېټو وشي.
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي وياند سټيفان دوجاريک ويلي، چې د دې غونډې موخه «په منسجمه، همغږې او ساختارمنده توګه له افغانستان سره د نړيوال تعامل زياتوالی دی».
دوجاريک ويلي، چې په سياسي چارو او سوله کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستيالې رزماري ډی کارلو کابل ته د خپل سفر پر مهال د طالبانو له چارواکو، ډيپلوماټيکې ټولنې او د مدني ټولنې له استازو سره د دې غونډې په اړه خبرې کړې دي.
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي وياند ويلي، چې اغلې ډي کارلو له متقي سره په ليدنه کې هغه ته بلنه ورکړې چې د دوحې په راتلونکې غونډه کې ګډون وکړي.
لاهم څرګنده نه ده چې د دوحې درېيمې غونډې ته له طالبانو پرته د افغانستان کومې سياسي ډلې او خوځښتونه بلل شوي دي.
طالبان د دوحې دويمې غونډې ته هم بلل شوي وو، خو د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له لوري د دې ډلې د غوښتنې د نه منل کېدو له کبله طالبانو په غونډه کې له ګډونه ډډه وکړه.
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې د دې ډلې د همدې وزارت سرپرست د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له مرستيالې سره د ليدنې پر مهال د دوحې په درېيمه غونډه کې د طالبانو د پلاوي د «معنادار» ګډون غوښتنه کړې او زياته کړې يې ده چې تشريفاتي ګډون ګټور نه دی.