اطلاعات روز: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځینه څانګې دفتر وايي، که د طالبانو له لوري د نجونو پر زده کړو بندیز پر ځای پاتې شي، په دغه هېواد کې به د ماشومو نجونو د ودونو کچه ۲۵ سلنه لوړه شي.
دې بنسټ نن (شنبه، ۵ د غبرګولي) د يوه راپور په خپرولو سره ويلي، چې د نجونو پر زده کړو د بنديز د دوام له کبله به د کم عمره نجونو ترمنځ وختي اولاد پيدا کېدنه ۴۵ سلنه او د افغان ښځو او نجونو تر منځ پر اولاد د ميندو مړينه ۵۰ سلنه زياته شي.
په دې راپور کې ويل شوي، چې افغانستان په نړۍ کې يوازينی هيواد دی چې تر شپږم ټولګي پورته نجونو زده کړې په کې د «يوه سياست په توګه» منع دي او ښځې نه شي کولای پوهنتون ته ولاړې شي.
د ملګرو ملتونو ښځينه برخې ويلي، چې طالبانو پر افغانستان تر بيا واکمنېدو وروسته د ښځو پر خلاف تر ۵۰ زيات فرمانونه ورکړي چې تر اوسه يې هيڅ يو هم نه دی لغوه شوی.
د دې بنسټ په راپور کې راغلي چې د ښځو پر حقونو محدوديتونو او ممنوعیتونو د هغوی پر ژوند پراخې اغېزې کړې دي او ۸۲ سلنه ښځو خپله رواني روغتيا «خرابه» بللې ده.
د ملګرو ملتونو ښځينه څانګې ويلي، چې د افغانستان ښځې له نړيوالې ټولنې غواړي چې د افغانستان وضعيت ته دې پام وکړي او د زده کړې، کار او په عمومي پرېکړو کې د ګډون د حق په ګډون دې د ښځو حقونه بيرته واخلي.
د ملګرو ملتونو د ښځينه سازمان له راپور سره سم، همدا راز د افغانستان ښځې له نړيوالې ټولنې غواړي چې په دوامداره توګه په نړيواله کچه د هغوی د استازيتوب په تړاو ډاډ تر لاسه کړي؛ ځکه طالبان نه غواړي چې د افغانستان د هيڅ ښځې استازولي وکړي.
په دې راپور کې راغلي، چې د افغانستان ښځې له نړيوالې ټولنې غواړي چې د ښځو پر خلاف د ټولو محدوديتونو له لغوه کولو پرته دې طالبان په رسميت نه پېژني. دوی د ښځو د حقونو په برخه کې له ښکاره پرمختګ پرته د طالبانو رسميت پژندنه د هغوی د ژوند او راتلونکې لپاره تر ټولو بده سناريو بللې ده.
طالبانو پر افغانستان تر بيا واکمنېدو وروسته د ښځو پر زده کړو او کار بنديز لګولی او په ټولنه کې د هغوی پر حضور او ګډون يې پراخ بنديزونه لګولي دي.
پر ښځو د طالبانو بنديزونه له نړيوال غبرګون سره مخ دي او د ملګرو ملتونو کارپوهان يې «د بشريت خلاف» جنايت بولي.