د هیواد په ختیځو ولایتونو ننګرهار او لغمان کې د تازه سبزیجاتو د حاصلاتو د رسیدو موسم دی. په دغه ولایتونو کې یو شمیر بزګران وایي، چې سږ کال یې په خپلو کرنیزو ځمکو کې ښه پریمانه تازه سبزیجات کرلي، چې ډېر محصولات یې ترلاسه کړي، خو د دغو محصولاتو د ساتنې لپاره سړې خونې نه لري او د خرڅلاو بازار ته یې اندیښمن دي.
د ننګرهار د روداتو ولسوالۍ یو بزګر حمیدخان وایي، سږ کال یې په درې جریبه ځمکه بینډۍ، بانجان، سره مرچک او نور سبزجات کرلي او دوه اوونۍ کېږي چې پر حاصل راغلي دي.
د نوموړي په خبره که څه هم سږ کال بې وخته بارانونو او سیلابونو یې کرنیزو ځمکو ته زیان رسولی، خو بیا هم د دوی د لاس په خواریو سږ کال یې د تېرو کلونو په پرتله زیات محصولات ترلاسه کړي دي.
هغه اندېښنه څرګندوي چې د ترکاریو د ساتنې لپاره سړې خونې او د پلور لپاره مناسب باز نه لري، چې ډیره کله یې حاصلات له همدې کبله خوسا او په کور پاتې کېږي.
حمیدخان وویل: «که څه هم د سږ کال بارانونه زیات وشول او کرل شوې سبزجات یې خراب کړل، خو بیا هم د الله ج په فضل سره حاصلات ښه دي، خو ستونزه یې د خوندي کولو او خرڅلاو ده ځکه اوس بانجان په لس افغانۍ من پلورل کېږي او ځینې وخت یې بیخي څوک د اخیستو پوښتنه هم نه کوي؛ مونږ خو خفه کېږو خواري مو کړې او ټوله تمه مو همدغه سبزجاتو ته وي له حکومت د سړو خونو د جوړیدو غوښتنه کوو چې له مونږ حاصلات واخلي او بیا یې وساتي او دغه راز مناسب بازار نه لرو باید حاصلاتو ته بازار موندنه وشي.»
نوموړی وایي، ننګرهار کې په دولتي او خصوصي کچه هم داسې سړې خونې نشته، چې تر خرڅلاو مخکې په کې کروندګر خپل تازه سبزجات وساتي او بیا یې په بې موسمه وخت کې په ښه بیه وپلوري.
د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍد «چهارباغ» سیمې کروندګر ظریف شاه وایي، سږ کال یې له نورو په دهقانۍ ځمکې د تازه سبزجاتو د کر لپاره نیولې وې، خو په خبره یې په بازارونو کې د ټیټو بیو له امله یې حاصل ته رسیدلي بانجان او بینډۍ (لیړوګان) له بیخه ویستلي او په ویاله یې لاهو کړي دي.
نوموړی دغه راز د طالبانو پر حکومت هم نیوکه کوي، چې د کروندګرو د ستونزو د حل لپاره یې بنسټیز کارونه نه دي کړي او له همدې امله دوی د سبزجاتو د خرڅلاو له بازار راضي نه دي.
ظریف شاه زیاته کړه: «سږ کال مې په یو جریب سبزیجات تر شل زره افغانو مصرف کړی، خو کله مو چې سبزیجات حاصل ته ورسیدل د بانجان بیه په منډوي یا بازار کې لس او پنځه افغانۍ وه او دغه بینډۍ په دیرش او پنځوس افغانۍ وې، چې خپل لګښت یې نه پوره کاوه، نو له ډیره قهره مې ټوله سبزي وویستله او په ویاله مې لاهو کړل او شولې مې پر ځمکو وکرلې؛ دهقانانو لپاره د طالبانو حکومت هیڅ نه دي کړي ځکه نه عصري وسایل شته، نه کیمیاوي سرې او نه نورو برخو کې مرسته، غوښتنه مو دا ده چې باید د کروندګرو لاسنیوی وشي د حاصلاتو لپاره سړې او شنې خونې جوړې شي څو د بزګرانو اقتصاد پیاوړی شي.»
نوموړی زیاتوي، د ده په ګډون زیاتره کروندګر د طالبانو د مالیاتو زیاتوالي او د عشر په نامه له دوی په یوه او بله بهانه د پېسو اخیستو له امله ډېر زړه نه ښه کوي چې په راتلوونکي کې سبزیجات وکري.
هغه دغه راز افغان سوداګر خپلو محصولاتو اخیستو ته هڅوي او له مسوولو ادارو غواړي چې بهر ته د دوی د محصولاتو د انتقال لپاره زمینه برابره کړي.
پر ننګرهار سربېره په لغمان ولایت کې هم کروندګر خپلو تازه سبزجاتو ته د بازار موندې غوښتنه کوي.
بزګران وايي، تر پخوا يي اوس کرنیز توليدات زیات شوي، خو د دې توليداتو د پراختیا او مارکېټ لپاره چې څنګه لازمه ده د طالبانو حکومت ورسره همکاري نه ده کړې.
دوی وایي، د لغمان په مرکز او ځينو نورو ولسوالیو کې د سبزیجاتو تولیدات تر دې لوړ شوي دي چې د ختیځو ولایتونو سربېره نورو ولایتونو ته يې هم صادروي، خو د دې بزګرانو په خبره له پاکستانه د سبزیجاتو په راوړلو سره ډېر کله د دوی تولیدات په کروندو او مارکېټونو کې خرابېږي.
د لغمان د علیشنګ ولسوالۍ یو کروندګر ذبیح الله وایي، د طالبانو د حکومت په راتګ سره د فقر او بې وزلۍ له زیاتوالي سره سره د خپلو کروند حاصلاتو لپاره د بازارونو نشتوالي بزګران ځپلي دي.
نوموړی زیاتوي، د دغه ولایت په زیاتو سیمو کې هم کروندګرو تازه سبزیجات د ټیټو بیو او مناسب بازار نشتون له کبله له ډیره قهره په ویالو او سیند لاهو کړي دي.
د هغه په خبره که څه هم په ځینو سیمو کې طالبانو د دې کار مخنیوی کړی، خو له دې سره سره بیا هم دهقانانو طالبانو ته د «پیغور» په ډول خپل تازه سبزیجات په اوبو لاهو کړي دي.
هغه وایي، په داسې حال کې چې اقتصادي بحران ژور شوی او د عامو خلکو له خوا د پېرودلو ځواک کمزوری شوی دی، په لغمان ولایت کې د ترکاریو لپاره د خرڅلاو بازار نشته دی.
ذبیح الله زیاتوي: «سږ کال کروندګر خوشاله وو، چې د ترکاریو بازار به یې ښه وي، خو دا هر څه د خوب لیدل و، ځکه د تازه سبزیجاتو بازار نشته او دغه شان د ترکاریو بیې هم بیخي ټیټي دي د لغمان په زیاتره ولسوالیو کې بزګرانو له قهره خپلې ترکارۍ په ویالو او سیند لاهو کړي؛ مونږ غوښتنه کوو چې د تازه سبزیجاتو د پلور قراردادونه دې په حکومتي کچه وشي او دغه راز صادرات دې زیات شي او یخې خونې دې جوړې کړي چې مونږ په کې ترکارۍ بل داسې موسم ته وساتو چې بیه یې ښې وي.»
هغه وویل، که موسېسات او د طالبانو حکومت د ترکاریو صادراتو ته اسانتیا برابره کړي یا معیاري سړې خونې جوړې کړي، بزګران به د تاواني کېدلو پرځای یو عاید ترلاسه کړي.
د دغه ولایت د الینګار ولسوالۍد «سنګره» سیمې کروندګر رفیع الله چې ٣٣ کاله عمر لري په خپله یونیم جریب ځمکه کې یې ترکاري کرلې. نوموړی وایي، په داسې حال کې چې سږ کال د هغه حاصلات د تېر کال په پرتله ډېر ښه وو، خو په خبره یې چې بازار تولیداتو ته هېڅ تقاضا نه لري او همدا لږه تقاضا د بازار قیمتونه لا نور ښکته کوي، چې له کبله یې کروندګر نه شي کولی خپل حاصلات هم وپلوري.
رفیع الله زیاتوي: «ما سږ کال ډېر زحمت وایسته او په روان لمریز کال کې مې ډېرې زیاتې پیسې ولګولې، خو د ګټلو پرځای مې ډېرې تاوان کړی، ځکه سږ کال د ترکاریو د خرڅون د نشتوالي له امله ډېرو بزګرانو ته زیانونه ور رسېدلي دي او ټول خفه دي، خو حکومت نه زمونږ غږ اوریدلی او نه یې زمونږ ستونزو ته رسیدګی کړې غوښتنه کوو چې باید د بزګرانو ستونزو ته د حل لار پیدا شي.»
بلخوا د نظر خاوندان د یو هیواد په اقتصادي وده کې د کروندګرو رول مهم بولي او ټینګار کوي چې ستونزو ته یې باید شته حکومت د حل پر لارو چارو فکر وکړي.
د اقتصادي چارو کارپوه اسدالله شتمن وایي، د صادراتو لپاره له ملاتړ پرته، بزګران مجبور دي چې خپل حاصلات د بازار له قیمت څخه په ټیټه بیه وپلوري.
هغه زیاتوي، د هیواد داخلي بازار دومره ظرفیت نه لري چې ټول حاصلات جذب کړي ځکه چې عرضه د تقاضا په پرتله ډېره زیاته ده.
نوموړی دغه راز د داخلي تولیداتو د خرڅلاو د ملاتړ لپاره د بهرنیو وارداتو پرمخنیوي او د داخلي بازارونو د جذب پر زیاتوالي ټینګار کوي.
اسدالله شتمن زیاتوي :«هر کال د ترکاریو د حاصلاتو پر مهال د افغان کروندګرو د حاصلاتو بازار ښه نه وي او بیې ټیټې وي، نو په کار ده چې د دې حاصلاتو د صدور لپاره اسانتیا برابره شي. داخلي بازار دومره ظرفیت نه لري چې ټول حاصلات جذب کړي ځکه چې عرضه د تقاضا په پرتله ډېره زیاته ده او هم د داخلي تولیداتو د خرڅلاو د ملاتړ لپاره، په کار ده چې د پاکستان د ترکاریو د وارداتو مخه ونیول شي، خو له بده مرغه لاهم د دې کار مخنیوی نه دی شوی.»
نوموړی د اندیښنې په څرګندولو سره وایي، چې د نورو سکتورونو په څېر د زراعت سکتور هم د روان کال په اوږدو کې زیات تاوانونه کړي دي، او که وضعیت همداسې روان وي، هېڅ بزګر به دې ته چمتو نه شي چې په را روان لمريز کال کې ترکارۍ وکري.
بلخوا د ننګرهار د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست لپاره د طالبانو ویاند اجمل سبحاني وایي، په روان لمریز کال کې په مختلفو برخو کې له بزګرانو سره مرستې شوي او ترڅنګ یې د ګروندګرو یادې ستونزې پرځای بولي.
نوموړی مني، چې اوسهال د معیاري سړو خونو د نشتوالي له امله له ستونزو سره مخ دي.
هغه وایي، چې د سړو خونو د نشتوالي له امله افغانستان د ژمي په موسم کې ترکاري له نورو هېوادونو نه په لوړه بیه واردوي.
د نوموړي په خبره د برېښنا نشتون او په تېر حکومت کې د کرنې برخې د مسوولو چارواکو د نه پاملرنې له امله څه ډول چې لازمه ده، دې برخې ته پام نه دی شوی.
هغه وايي، ځينې کرنیز حاصلات چې دلته د ساتلو لپاره مناسب ځایونه نه وي او د وخت په تېرېدو خرابېږي کروندګر مجبوره دي چې هر کال خپل کرنیز حاصلات په ډېره ارزانه بیه پاکستان ته صادر کړي او دا کرنیز محصولات هلته په سړو خونو کې ساتل کېږي او کله چې مارکېټ کې اړتيا پيدا شي بیا له پاکستانه راځي او دلته په لوړه بیه پلورل کیږي.
سبحاني وویل: «د ننګرهار په مختلفو ولسوالیو کې په زیاته کچه ترکارۍ کرل شوي، خو بیې یو څه کمې دي، خو پاکستاني سوداګر همدا ترکارۍ اخلي او بیا یې هلته ساتي بیا همدا ترکارۍ په ژمي کې په لوړه بیه پلوري، نو هڅه کې یو، چې سړې خونې جوړې کړو او خپل حاصلات په کې وساتو تر څو بزګران له تاوان وساتل شي.»
له دې وړاندې د طالبانو د کرنې وزارت چارواکو ویلي وو، چې اوس مهال په ځینو ولایتونو کې د تازه سبزیجاتو د ساتنې لپاره ۱۸۷۰ سړې خونې جوړې شوي، خو د کرنیزو چارو پوهان وایي، دغه سړې خونې د کرنیزو تولیداتو زیاتوالي ته په پام سره بسنه نه کوي، چې له امله یې په غېرې موسمې وخت کې په زیاته کچه میوه او ترکاري له ګاونډي ایران او پاکستان هېوادونو واردېږي.