په افغانستان کې د پرلپسې وچکالۍ له امله د اوبو سخت کمښت او د ځمکې لاندې اوبو د کچې ټیټېدو له نورو ولایتونو سربېره جلال اباد ښار کې د زرګونو کورنیو ژوند له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.
د جلال اباد ښاردرېیمې ناحیې اوسېدونکی سید بلال وایي، د اوبو له جدي کموالي سره مخامخ او کومې اوبه چې لري هم تر ډېره ککړې دي.
د هغه په وینا، چې د دوی د استوګنې په سیمه کې د اوبو څاهګانې له پخوا وچې شوې دي او د اوبو له سخت کمښت سره مخ دي.
نوموړی له ځمکې لاندې اوبو کچې ټېټېدو ته په اندېښنې سره وایي، که څه هم په روان کال کې د ورښتونو کچه زیاته شوې، خو د اوبو د کمښت ستونزه نه ده حل شوې او اوبو ته د خلکو د لاسرسي په وضعیت کې هیڅ بدلون نه دی راغلی.
سید بلال زیاتوي: «پخوا به په جلال اباد ښار کې په ۳۰ مترۍ کې څاه اوبه ورکولې، خو اوس تر ۹۰ پورې هم څاه ګانې ژورې کېندل کېږي خو اوبه نه ورکوي او زیاتره څاه ګانې وچې شوې دي، ښار کې د اوبو ستونزه ورځ تربلې په زیاتېدو ده او هیڅ مسوولین ورته پام نه کوي زیاتره خلک مجبوره دي د څښلو اوبه په پېسو اخلي ځکه څاه ګانې وچې شوې دي.»
د جلال اباد ښار د لومړۍ ناحیې اوسېدونکی نبي الله اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، دا سیمه چې یو وخت یې ښه پاکه هوا او پرېمانه اوبه لرلې، خو اوس د دغې سیمې خلک د اوبو له کمښت سره مخ شوي دي آن تر دې چې د زیاتره کورونو څاه ګانې وچې شوې دي.
هغه پر عامو وګړو او طالب مسوولان نیوکه کوي، چې د جلال اباد ښار د اوبو د کمښت ناورین ته لازمه پاملرنه نه کوي او په وینا یې، په زیاتره کورونو کې په خپلسري ډول ژورې څاه ګانې کېندل کېږي چې دې چارې د اوبو د کمښت ناورین لا پسې سخت کړي.
د هغه د مالوماتو له مخې، په تېرو کلونو کې تر سلو مترو په لږ واټن کې د دوو څاګانو ایستلو ته اجازه نهوه، خو اوسمهال لیدل کېږي، چې په ۱۰ یا ۳۰ مترو واټن کې هم څاګانې کېندل شوې دي چې دا په خپله د اوبو د سطحې د ټیټیدو یو سبب دی.

نوموړی دې ننګونې ته د سملاسي پاملرنې غوښتنه کوي، مخکې له دې چې وضعیت نور پسې ترینګلی شي. «له یوې خوا که د اوبو کچه ټېټه شوې له بلې خوا په هر کور کې ژورې څاه ګانې ویستل کېږي او بیا د برېښنا په وسیله تر اوبه را ویستل کېږ، چې دې چارې هم د اوبو کچه ټېټه کړې او دا لړۍ روانه ده که څوک په طالبانو کې واسطه ولري او یا رشوت ورکړي نو هیڅوک یې مخنیوی نه کوي په کار ده چې د خپلسرو څاه ګانو پر ځای هره ناحیه کې د اوبو رسونې څو شبکې جوړې شي.»
د نوموړي په خبره، د نل اوبو ته ساعتونه ساعتونه په تمه پاتې کېږي یا مجبور دي چې د خپلې اړتیا وړ اوبه په لوړ لګښت له ټانکرونو او ګرځنده پلورونکو ترلاسه کړي، په داسې حال کې چې پخپله له بېوزلۍ او بې روزګارۍ سره مخ دي.
هغه شکایت کوي چې د اوبو د پېرلو لګښت د بې وزلو کورنیو لپاره خورا دروند دی او کورنۍ مجبورې دي د خپل ورځني عاید یوه لویه برخه پر اوبو مصرف کړي.
نبي الله زیاته کړه: «پخوانۍ څاه مو تر ۳۵ مترو ژوره وه او اوبه یې ورکولې، خو اوس مو د څاه ژوروالی ۸۰ متره کړ، خو بیا هم اوبه وچېږي، مجبوره یو چې هره ورځ د ۴۰ یا ۵۰ افغانیو معدني اوبه او په هرو دوو ورځو کې د ۲۰۰ افغانیو د ټانکر اوبه اخلو چې په یوه میاشت کې شاخوا شپږ زرو زیاتې پېسې کېږي.»
بلخوا د چاپېریال ساتنې کارپوه نجیب الله سهاک د نفوس ډېروالی، دوامداره وچکالۍ، د بارانونو کمېدل، کرنیزې ځمکې د استوګنې په سیمو بدلېدل، د کانالیزسیون نه شتون او د شنو سیمو محدودیت تر ځمکې لاندې اوبو د کمېدو اصلي لاملونه بولي.

نوموړي زیاته کړه چې په ښار او ولسوالیو کې باید د باراني اوبو د راټولولو او د سېلابونو د اوبو د ذخیره کولو سیستمونه، لکه بندونه او چکډیمونه، فعال شي، څو د ځمکې لاندې اوبه بېرته تغذیه او د اوبو د نفوذ کچه زیاته شي.
هغه د اوبو د سم مدیریت، ذخیره کولو او د کممصرفه اوبو لګولو سیستمونو پراختیا اړینه بولي: «په افغانستان کې د وچکالۍ او د ځمکې لاندې د اوبو سطحې کنټرول لپاره لازمه ده چې د اوبو له سرچینو څخه په نامنظم او بېرویه ډول استفاده وشي، د ژورو څاه ګانو مخنیوی وشي او هم دې په هره سیمه کې څښاک پاکو اوبو رسولو څو شبکې جوړې شي چې خلک له څاه کېندلو منع شي، چکډېمونه جوړ شي.»
په ورته مهال طالب مسوولان هم په جلال اباد ښار او ولسوالیو کې د ځمکې لاندې اوبو سطحې ټېټېدو اندېښمن کړي دي.
د ننګرهار د سیندیزې حوزې لپاره د طالبانو مسوول محمدنعیم شینواري وایي، د بارانونو د کمښت له امله په تېرو پنځو کلونو کې په ښار او ولسوالیو کې د لمریزې انرژۍ د پمپونو کارول شاوخوا ۲۰ سلنه زیات شوي دي.
نوموړی زیاتوي چې د اوبو د بېرویه ایستلو د مخنیوي لپاره مقررات عملي کېږي، بېاجازې څاهګانو او شبکو ته اجازه نه ورکول کېږي او اوس مهال د اوبو د سطحې د معلومولو لپاره ۷۹ څارنیزې څاهګانې تر څارنې لاندې دي.
شینواري خبرداری ورکوي چې که د اوبو له سرچینو ساتنه ونه شي، ننګرهار به په راتلونکو پنځو تر لسو کلونو کې له جدي اوبو بحران سره مخ شي.
شینواری زیاتوي: «په جلال اباد ښار، چپرهار، رودات او غنيخېل او یو شمېر نورو ولسوالیو کې د ځمکې لاندې اوبو کچه تېټه شوې، د بارانونو کمښت، خپلسرې څاه ګانې او لمریزې انرژۍ د پمپونو کارولو د ځمکې لاندې اوبو پر سطحه ژوره اغېزه کړې ده، موږ تر ډېر د خپلسرو څاه ګانو او لمریزې انرژۍ د پمپونو کارولو مخنیوی کړی او لا هڅه کې یو شته بحران ته د حل لاره پیدا کړو.»

سره له دې چې د خپلسرو څاه ګانو کېندولو او لمریز پمپونو په جلال اباد ښار او ولسوالیو کې د کروندګرو د اوبو لګولو لګښتونه کم کړي او د ځمکو خړوبول یې اسانه کړي، خو کارپوهان ټینګار کوي چې د اوبو د سرچینو د ساتنې لپاره باید د اوبو مصرف مدیریت، د بېرویه استخراج مخنیوی، د سیندونو له اوبو استفاده، د اوبو ذخیره کول او د کممصرفه اوبو لګولو سیستمونو پراختیا لومړیتوب وګرځول شي.
په افغانستان کې د ځمکې لاندې اوبو سطحې ټېټدو په اړه له دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) خبرداری ورکړی او ویلي یې و، چې په دغه هېواد کې د ورښت کچه له عادي کچې ټیټه ده او له همدې امله په افغانستان کې شاوخوا ۳۳ میلیونه وګړي اړینو اوبو ته لاسرسی نه لري.
