د خوست ځوانان د بې‌کارۍ او نشه ‌يي ګولیو په جال کې

Photo: Social media

د خوست ځوانان بې‌کاري او فقر له امله د نشه‌يي ګولیو ښکار کېږي.

د خوست یو شمېر ځوانان په دغه ولایت کې د بې روزګارۍ کچې له لوړېدو اندېښنه څرګندوي او په وینا یې، د کار نشتون د دې لامل شوی چې ځوانان نشه یي توکو استعمال ته مخه کړي.

دوی شکایت کوي چې په دې وروستیو کې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د نشه‌يي توکو او نشه‌کوونکو ګولیو یا ټابلېټونو قاچاق او لېږد پراخ شوی دی او نشه يي توکو ته د آسانه لاسرسي له امله پر نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر هم زیات کړی دی.

د خوست مېشو په وینا، په داسې حال کې چې د طالبانو له لوري پر عامو خلکو محدودیتونه دوام لري، خو په دغه ولایت کې د نشه‌يي توکو قاچاق، پېر او پلور ورځ تر بلې پراخېږي.

د خوست اوسېدونکی مستعار نوم (شبیر احمد) چې ۲۳ کلن ورور یې پر نشه یي توکو روږدی شوی په دغه ولایت د نشه‌يي ټابلیټونو د پېر او پلور د پراختیا په تړاو د اندېښنې په څرګندولو سره وایي، چې بې‌وزلي، بېکاري، د کاري فرصتونو نشتوالی او ناڅرګند راتلونکي ډېری ځوانان او تنکي ځوانان د دغو توکو کارولو ته مجبور کړي څو د خپلو ستونزو لنډمهالی تسکین پیدا کړي.

شبیر احمد زیاتوي:«زما ۲۳ کلن ورور په نشه یي ګولیو روږدی شوی خو موږ پرې څو میاشتې وروسته پوه شو چې نشه کوونکې ټابلیټ کاروي، د کورنۍ له غړو سره یې ښه اخلاق نه کول هره ورځ به یې جنجالونه کول په کلي کې مو نور ځوانان هم ټابلیټ کا او نور نشه یي توکي کارول او هم یې پر نورو خلکو پلورل؛ خپل ورور مې څو ځلې ډاکتر ته د درملنې لپاره بیولی خو ډاکترانو ویلي چې زیاتې نشې د هغه پر عصابو تاثیر کړی او ممکن په اسانۍ جوړ نشي.»

خوست کې نشه‌يي ګولۍ ارزانه شوې خو د روږدو ځوانانو شمېر زیات شوی. Photo: Social media

د خوست یو بل اوسېدونکی ګل ولي شاه هم ورته شکایت کوي او وایي، چې اوسمهال په خوست او نورو ولایتونو کې بېلابېل ډوله نشه‌يي ټابلیټونه تولیدېږي او په ټیټه بیه او اسان لاسرسي سره په ښار کې پلورل کېږي.

 د هغه په خبره، د خوست ښار په بېلابېلو برخو کې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر ورځ تر بلې په زیاتېدو دی، چې ګڼې اندېښنې یې پارولي او چاپېریال یې اغېزمن کړی.

دوی وايي، د خوست ښار او ولسوالیو کې د نشه يي توکو د پلور مرکزونه تر بل هر وخت ډېر شوي چې ورسره سم ورځ بلې ته پر نشه يي توکو د اخته کسانو شمېر زیاتېږي.

د نوموړي په وینا، د طالبانو دحکومت په راتګ سره په دغه ولایت کې زیاتره ځوانانو د بې روزګارۍ له امله نشه یي توکو ته مخه کړې ده: «خوست کې پر نشه یي توکو د اخته کسانو شمېر ورځ تربلې زیاتېږي او د دې ځوانانو عمرونه له ۲۰ کلونو کم دی، چې «ټابلېټ کا، زیګپ او پریګابالین» کا استعمالوي د دې ځوانانو لویه ستونزه د روزګار نشتون دی کوم ځوانان چې په نشه روږدي دي بیا هغوی په خپله دغه ګولۍ پلوري او له همدې لارې د ټولنې زیاتره ځوانان نشه یي توکو استعمال ته مخه کوي.»

د خوست یو بل اوسېدونکی مستعار نوم (عید اکبر) له اطلاعات روز سره په خبرو کې د یادې چارې د زیاتوالي پړه د طالبانو پر اچوي، چې په خبره یې د دوی د ناسمې پالېسۍ او ولس غولونې له امله د خلکو ستونزې زیاتې شوي او پر نشه یي توکواخته شوي.

هغه ادعا کوي چې د طالبانو یو شمېر مسوولین او اړوند کسان نورو نشه‌يي توکو په لېږد او قاچاق کې لاس لري او د دغو توکو له پلورونکو باج اخلي او په دې توګه د هغو د پېر او پلور د پراخېدو زمینه برابروي.

خوست پر نشه یي ټابلېټونو د اخته ځوانانو شمېر زیات شوی. Photo: Social media

 نوموړی زیاتوي که څه هم ځینې قاچاق‌ کووونکي او د دې ډلې غړي چې د قاچاق په تور نیول شوي، د طالب چارواکو د فشارونو په پایله کې له بنده خوشې شوي دي.

عید اکبر زیاته کړه: «په خوست کې څو ځلې داسې کسان نیول شوي چې نشه یي توکي یې قاچاق کول خو وروسته بېرته له بنده خوشې شوي او هیڅ سزا نه ده ورکړل شوې، څه موده وړاندې زموږ کلي او سیمې خلک چې حوزې یا ولسوالي ته تللي او هغه کسان یې ورته په ګوته کړي چې دغه کسان نشه یي ګولۍ او نور توکي خرڅوي خو طالبانو ورته په ځواب کې ورته ویلي و، چې تاسو ثبوت راته وښیی نو عام ولس به ثبوت له کومه کړي.»

خوست کې د رږدو د درملنې په موخه ۷۰ بیستریز روغتون هم فعالیت کوي چې په کې د مرکز او ولسوالیو لسګونه کسان تر درملنې لاندې دي.

د یاد روغتون یو ډاکتر رفیق الله وایي په دې وروستیو کې دغه روغتون ته ډیری ور وړل کیدونکي کسان په ټابلیټ کا او نورو نشه یی ګولیو باندې اخته شوي.

هغه دغه راز وایي، چې تابلیټ کا ګولۍ لومړۍ د انسان عصبي سیستم زیانمنوي او همدا شان د زړه ضربان زیاتوي او د ویني لوړ فشار ورسره لوږېږي، چې دا د زړه د سکتې سبب کیږي او د دې ترڅنګ د تنفسي سیستم ستونزې هم په انسان کې رامینځته کوي.

خوست مېشتي وایي، د نشه یي توکو په قاچاق کې طالبان ښکل دي. Photo: Social media

د هغه په خبره، چې په دې کې داسې ځوانان هم شته چې عمرونه یې له اتلس کلنۍ کم دي او په خبره یې چې زیاترو یې ورته ویلي، چې د روزګار د نشتون او د موقت وخت لپاره ارامتیا او د ستونزو څخه د خلاصون لپآره دغه ګولۍ کاروي.

نوموړی په روغتون کې د امکاناتو کمښت او په ښار کې په اسانه نشه یي توکو ته لاسرسی هغه لاملونه یادوي چې له مله یې روږدي کسان له درملنې وروسته بېرته پر نشه یي توکو روږدي کېږي.

ډاکتر رفیق الله زیاتوي:«زیاتره معتادین چې روغتون ته راوړل کېږي په ټابلېټ کا اخته شوي له دې کسانو چې موږ پوښتنه کوو، ولې نشه کوي راته وایي؛ بې روزګاري ده او د کورنۍ ستونزې زیاتې دي نو د غم د غلطولو لپاره یې نشه یي توکو ته مخه کړې دلته په روغتون هم امکانات کم دي او زیاتره هغه ځوانان چې دلته یې درملنه وشي بیا نشه یي توکو ته مخه کوي ځکه لاسرسی ورته اسانه دی.»

د نوموړي د مالوتو له مخې، پخوا به یوه ټابلیټ کا ګولۍ له ۵۰۰ ان تر ۲۰۰۰ افغانیو پورې پلورل کېده خو اوس دغه بیه ان تر ۳۰۰ افغانۍ پورې را ښکته شوې.

ټولنیز فعالان ټینګار کوي چې طالبان دې په هیواد کې د بې روزګارۍ او د فقر د مخنیوي لپاره د اوږد مهاله پروژو ترڅنګ د حرفوي زده کړو په برخه کې هم هلې ځلې لا ګړندۍ کړي؛ څو شته ستونزې پای ومومي او ټول ځوانان په کار بوخت شي.

د خلکو ادعا؛ قاچاق کوونکي له نیول کېد وروسته بېرته خوشې کېږي. Photo: Social media

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د طالبانو مشر ملا هبت الله آخند زاده په افغانستان کې د کوکنارو او نورو نشه يي توکو پر کښت او پېر پلور ښکاره بندیز لګولی؛ خو د مالوماتو له مخې، له دې سره سره، په بېلابېلو ولایتونو کې نشه يي توکي په آزاد بازار کې پلورل کېږي، چې د خلکو په باور د طالبانو سیمه ییز مسوولین او په ښارونو کې د دې ډلې د حوزو آمرین ورسره لاس لري.

بلخوا، تازه د ملګرو ملتونو له نشه‌يي توکو او جرمونو سره د مبارزې دفتر په افغانستان کې د کوکنارو د کښت له پام وړ کمښت سره هممهاله، د صنعتي نشه‌يي توکو، په ځانګړي توګه میټامفیټامین (شیشې) تولید او قاچاق د زیاتېدو خبرداری ورکړی و.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته