انځور: فراه کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست

فراه کې کور په کور پر ګوزڼ ضد واکسین بندیز ماشومان له واکسینه بې برخې کړي

د فراه د ښار او لېرې پرتو سیمو اوسیدونکي وایي، له کله نه چې طالبانو دغلته کور په کور د واکسین پر تطبیق بندیز لګولی ګڼ ماشومان د ګوزڼ ضد واکسین څخه بې برخې شوي او د دې چارې دوام دوی د خپلو ماشومانو روغتیا ته اندیښمن کړي دي.

د دې ولایت زیات شمیر اوسیدونکي د واکسین اوسنۍ پروسه چې ماشومانو ته د کلي په جومات کې واکسین ورکول کېږي ناکامه بولي او وایي، چې کور په کور د واکسین کولو د پروسې له بندیدو سره د کمپاین په هره دوره کې زرګونه ماشومان له واکسینه پاتې کېږي.

عبدالغفار چې د مرکز فراه ښار د دوهمې ناحیې اوسیدونکی دی وایي، درې میاشتې پرلپسې یې ماشومان د ګوزڼ ضد واکسین څخه پاته شوي، ځکه چې د واکسین ګرځنده ټیمونه کور په کور نه ګرځي او له کبله یې د دوی ماشومان د واکسین څخه پاتې شوي دي.

نوموړي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل: «درې میاشتې پرلپسې زموږ د کورنۍ څلور ماشومان نه دي واکسین شوي، د کور نارینه سهار کار ته ځي ماښام راځي، ښځې خو ماشومان مسجد ته نه شي بیولی، مخکې به ښځينه واکسیناتورانې کور ته راغلې ماشومان به یې واکسین کړل، مګر اوس نارینه واکسیناتوران تر لسو، یوولسو بجو په مسجد کې ناست وي، هغه ځینې کلیوال چې وزګار وي خبر شي، ډیر کلیوال چې ښارونو ته د کار لپاره ځي ماشومان یې د واکسین څخه پاتې شي او هغه ماشومان چې ویده یا هم ناروغه وي هغوی ته هم رسیده ګي نه کېږي.»

د فراه ښار یو تن هټۍ وال عبدالرزاق بیا وایي، که یې ماشومانو ته واکسين ورنه کړل شي، وېره لري چې په سيمه کې به ناروغۍ زیاتې او د پوليو پېښې به رامنځته شي.

نوموړی زیاتوي، چې د دوی سيمو ته اکثره وخت د واکسين رضاکاره ټيمونه نه ورځې چې له کبله يې د دوی ماشومان له واکسين څخه بې برخې پاتې کېږي.

هغه وویل: «زموږ سیمې ته ډیر وخت کېږي چې واکسیناتوران نه دي راغلي، په هره دوره واکسین کې زموږ د کلي ماشومان پاتې کېږي، چې په ښار کې کوچنیان له واکسین څخه پاتې کېږي نو په ولسوالیو کې خو بیخي پاتېږي، که د پوليو او يا د بل هر مرض ویروس راشي زموږ د ټولې سیمې ماشومان به پرې اخته شي، له مسوولو ادارو مو هیله ده چې سيمې ته ښځينه واکسیناتورانې راولېږي.»

د فراه خلک د واکسین د تطبیق په برخه کې د ښځینه واکسیناتورانو پر رول ټینګار کوي او وایي، چې دوی کولای شي تر محدودیت پرته تر هر کور ځان ورسوي. انځور: خواله رسنۍ

ورته مهال د فراه ولایت د پشت رود ولسوالۍ يو شمېر اوسيدونکي هم د ورته څرګندونو په کولو سره وايي، چې د دوی په سيمه کې د واکسین په هره دوره کې ماشومان له واکسينه بې برخې وي.

دوی پر طالبانو او د واکسين په برخه کې پر فعاله سازمانونو سختې نيوکې کوي او وایي، چې د دوی ماشومانو ته د واکسين په رسونه کې پاتې راغلي دي.

د پشت رود ولسوالۍ يو اوسيدونکی سیدولي وایي، د دوی په سيمه کې روغتیايي خدمتونه او همداراز په روغتيايي برخه کې د عامه پوهاوي کچه د نورو سيمو په پرتله ټیټه ده او دوی دا مهال د ويروسونو د خپرېدو څخه زیات په ویره کې دي. نوموړی زیاتوي، چې تر دې وړاندې یې کلي ته د واکسین ټیمونه د عامه پوهاوي په موخه ورتلل، خو اوس چې نه راځي خلک واکسین «ناروا» بولي او خپلو ماشومانو ته واکسین نه ورکوي.

 نوموړي په خپلو خبرو کې وویل: «ډیر وخت کېږي چې د واکسین عامه پوهاوي ټیمونه نه دي راغلي، دلته ډیر خلک اوس هم فکر کوي چې واکسین ناروا دی، عامه ذهینت لا تر اوسه نه دی جوړ شوی، نارینه واکسیناتوران راشي، څوک ماشومان نه ورباسي، ما خپله لیدلي دي هغوی واکسین په دې خاطر پر مځکه توی کوي چې خپل مشرانو ته وښیي چې واکسین یې مصرف کړی دی.»

بلخوا په فراه کې یوې پخوانۍ واکسیناتورې عارفې (مستعار) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د طالبانو بیا ځل حاکمیت سره په دې ولایت کې د ښځینه واکسیناتورانو ټیمونه چې مخکې یې کور په کور ماشومانو ته واکسین ورکاوه لغوه شوي او یوازې نارینه ټیمونه ساحې ته ځي چې هغوی هم یوازې د کلي په جوماتونو کې ماشومانو ته واکسین ورکولای شي او کور په کور د ګرځیدو اجازه نه لري.

عارفه د واکسین په پروسه کې د ښځينه واکسیناتورانو ونډه مهمه ګڼي او وایي، ښځینه رضاکارانې کولای شي کورونو ته دننه ورشي او ښځو ته عامه پوهاوی ورکړي، تر څو واکسین وکړي او ماشومان يې د ګوزڼ له تل پاتې معلولیت څخه وژغورل شي.

نوموړې وویل: «اوس فراه کې د ښځو ونډه د پولیو په کمپاینونو کي پر نشت حساب ده، یوازې په شفاخانو کې ښځینه رضاکارانې وي او واکسین کوي، نورو لېرې سیمو او کلیو باندې د ګرځېدو اجازه نه لري، همدا وجه ده چې ډېر ماشومان د پولیو له واکسینه بې برخې پاتې کېږي.»

عارفه د اندیښنې په څرګندولو سره وایي، که وضعیت همدا ډول دوام پېدا کړي، نو دې ولایت کې به د پولیو د مثبتې پیښې رامنځته شي.

دغه واکسیناتوره د طالبانو او نړیوالو روغتیایي ادارو غواړي چې ښځینه رضاکارانو ته اجازه ورکړي، تر څو کور په کور وګرځي او کورنیو ته د عامه پوهاوي ترڅنګ ټولو ماشومانو ته واکسین ورکړي.

ورته مهال د فراه په عامې روغتیا ریاست کې د طالبانو د کتلوي معافیت مسوول نورالله افضلي وایي، چې له پاکستانه د راغلیو کډوالو سره دغلته د ګوزڼ ناروغۍ د خپریدو ګواښ زیات شوی او زیاتوي، چې سږ کال به فراه کې لږ تر لږه دوه لکه ۴۷ زره او ۱۲۰ ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین ورکول شي.

د فراه ولایت اوسیدونکي په داسې حال کې د واکسین د نه رسیدو شکایت کوي، چې سږ کال په سویلي زون کې د ګوزڼ ۷ مثبتې پيښې چې څلور یې په کندهار او درې یې په هلمند کې ثبت شوي دي.