
Photo: UNICEF
د پکتیکا د مرکز او ولسوالیو اوسېدونکي وايي، د ښځینه متخصصو ډاکټرانو نشتوالي له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي او ځيني وختونه اړ کېږي، چې خپل ښځینه ناروغان د درملنې په موخه ډېرو لرو سيمو ته بوځي.
د خلکو په خبره د ۲۱ ولسوالیو درلودونکی ګڼ نفوسه، لوی ولایت پکتيکا کې، يواځې د ارګون او خیر کوټ ولسوالیو په روغتونونو کې دوه متخصصې ډاکټرانې پر دندو بوختې دي، خو د پاتې ۱۹ نورو ولسوالیو په روغتیايي مرکزونو کې هیڅ متخصصه ډاکټره نشته.
خلک شکایت کوي چې د دغه ولایت په لرې پرتو سیمو کې د ښځینه ډاکترانو کمښت د دې لامل شوی چې ډېری ښځینه ناروغانې مرکزي روغتونونو ته تر رسېدو وړاندې ژوند له لاسه ورکړي.
د پکتیکا اوسېدونکې ۵۰ کلنه سلیمه چې اینګور یې د ماشوم زېږون لپاره د خیر کوټ روغتون ته راوستې وایي، په دې روغتون کې یوازې یوه ښځینه ډاکتره فعالیت کوي چې په اوونۍ کې دوه یا درې ورځې روغتون ته د ناروغانو د درملنې لپاره راځي.
د هغې په وینا، د دوی په ولسوالۍ کې هيڅ متخصصه ډاکټره نشته او له همدې امله د زیاتره ولسوالیو اوسېدونکي اړ دي، چې خپلې ناروغانې د لسګونه کیلومتره واټن په وهلو خیرکوټ، ارګون او یا د خوست او پکتیا ولایتي روغتون ته مراجعه وکړي.

Photo: etilaatroz
نوموړې زیاتوي اقتصادي ستونزې، کلتوري محدودیتونه، د لارو خرابوالی او د روغتیایي خدماتو د کمښت له امله د پکتیکا د زیاتره ولسوالیو اوسېدونکي له روغتیایي خدماتو بې برخې دي.
سلیمه زیاتوي:«د خیر کوټ روغتون ته راغلې یم اینګور مې ناروغه ده او د ماشوم له ږېږون مخکې ورته ناروغي پیدا شوې، په ډېرو سختو لارو دلته ښځینه ډاکترې ته راغلي یو، خو هغه هم نن نه ده راغلې؛ د روغتون یوې نرسې راته د درد درمل ولیکل او هغه مې له روغتون بهر په شخصي پېسو واخیستل کومه ښځینه ډاکتره چې دلته کار کوي اوونۍ دوه یا درې ورځې دندې ته راځي. بله ډاکتره هم نشته غوښتنه کوو چې ښځينه ډاکترانې دې ډېر شي چې د ناروغانو ستونزې حل شي.»
نوموړې له عامې روغتیا وزارت او نړۍوالو بنسټونو غواړي چې د پکتیکا د هرې ولسوالۍ په روغتیايي مرکز کې متخصصې ډاکټرانې وګوماري.
د پکیتکا د چهار بران ولسوالۍ اوسېدونکی ګل رحمن وایي، چې په سيمه کې يې ښځينه ډاکترانې نشته نو ځکه يې خپله ناروغه مېرمن د ارګون ۲۰ بستریز روغتون ته راوړې ده.
د هغه په وينا، په سیمه کې یې هیڅ ډول روغتیایي خدمات شتون نه لري او ډېرى وخت د شپې له مخې ښځو ته ناروغي پيدا کېږي خو د لارو د خرابوالي، ښځينه ډاکترې نشتون له امله دوى نه شي کولاى ښځې له ارګون روغتون پرته نورو روغتیایي مرکزونو ته ولېږدوي.
ده وويل، د یادې ولسوالۍ اوسېدونکي له دې ستونزې ډېر کړېږي او ډېرى وخت له همدې امله ناروغ خپل ژوند له لاسه ورکوي چې دا يوه لويه ستونزه ده چې بايد حل شي.
ګل رحمن زیاته کړه: «زموږ په سیمه کې هیڅ دولتي روغتیایي مرکز نشته او شخصي نارینه او ښځینه ډاکټرانې هم نشته، موږ ته چې ناروغ پیدا شوی لومړی سوربي ولسوالي ته بېولی؛ خو هلته هم ښځینه ډاکتره د شپې نه وي بیا دلته ارګون روغتون ته راغلو دلته هم وایي یوه ډاکټره ده د څو ولسوالیو ناروغان ورته راځي خو ټولو ناروغانو ته سمه درملنه نه کیږی. د ښځینه ډاکټرانو تر څنګ درمل هم نشته ټول خلک مجبور دي چې له شخصي درملتونونو دوا په پیسو را واخلي.»

Photo: Social Media
ګل پري بله هغه ميرمن ده چې د ارګون روغتون ته د خپلې درملنې په هدف راغلي ده.
هغه هم له ورته ستونزو څخه شکايت کوي او زياتوي، چې د ښځینه ډاکټرانو کمښت ددې لامل ګرځیدلی چي روغتیایي مرکزونو کي د ښځینه ناروغانو درملنه پر وخت ترسره نه شي.
ګل پري زیاتوي: «په دې روغتون کې یوه ښځینه ډاکتره ده او ناروغان زیات دي، هر ناروغ دوه او درې ساعته انتظار کوي چې د معاینې نوبت یې ور ورسېږي، خو درمل په شخصي پېسو اخلو.»
په ورته وخت کې د خیر کوټ ولسوالۍ په روغتون کې یوه نرسه مستعار نوم نظیفه د روغتیایي امکاناتو نشتون، د ناروغانو زیاتوالی او د پرسونل کمښت هغه لاملونه بولي چې له امله نشي کولای په سم ډول ټولو خلکو ته روغتیایي خدمات وړاندې کړي.
د نوموړې په خبره، اوسمهال د خیر کوټ په روغتون کې یوازې یوه ښځینه متخصصه ډاکتره دنده ترسره کوي او ډېر کله د ناروغان د زیات بېرو بار له امله ناروغان د پکتیکا مرکز ښرنې روغتون ته لېږي: «د خیر کوټ په روغتون کې اوسمهال دوه نرسانې، دوه قابلې او یوه متخصصه ډاکتره کار کوي او له ډاکترې پرته نورې یې کافي تجربه هم نه لري او همدا لامل دی چې ټولو ناروغانو ته پر وخت رسېده ګي نه کېږي؛ ډېر کله ناروغان د ښرنې روغتون ته لېږو او یا یې د خوست او پکتیا روغتونونو ته استوو، دلته له دولتي روغتونونو پرته ان شخصي روغتیایي مرکزونو کې هم متخصصې ډاکترانې نشته چې د ښځو درملنه وکړي او دا یوه لویه ستونزه ده.»
نوموړې له ځایي روغتیایي مسئولینو غوښتنه وکړه چې په لیري پروتو سېمو کې ډاکټرانې پر دنده وګماري، تر څو د ښځنیه ناروغانو د درملنې چاره اسانه کړل شي.
موږ هڅه وکړه د خیرکوټ او ارګون ولسوالیو د روغتون د ښځینه ډاکټرانو سره هم خبرې وکړو، خو له پرلپسې هڅو سره سره یې زموږ اړیکه ځواب نه کړه.

Photo: UNICEF
د مالوماتو له مخې د پکتیکا په ارګون، خیرکوټ، برمل، سروبي، ګومل، یحیی خېل، یوسف خېل او ګیان ولسوالیو کې شل بیستریز روغتونونه جوړ شوي، خو د خلکو په خبره چې د ښځینه او نارینه ډاکټرانو کمښت تر څنګ پکې ډیری وخت درمل نه وی او روغتیایي خدمات یې په نشت حساب دي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو کارپوهانو د طالبانو له خوا د نجونو پرمخ د روغتیايي انسټيټوټونو تړل کېدو پرېکړه غندلې او هغه یې د نه منلو وړ بللې ده.
دغو کارپوهانو په یو خپاره کړي بیان کې خبرداری ورکړی چې دا ګام به د مور او ماشوم د مړینې او ناروغیو ګواښ له ځان سره لري.
هغوی دې ته په اشارې چې په افغانستان کې یوازې ښځینه ډاکترانې مېرمنو ته د روغتیا خدماتو د وړاندې کولو اجازه لري، ویلي چې دا بندیز به د هېواد روغتیايي سیسټم له ګواښ سره مخامخ کړي.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان په زیاتره ولایتونو کي ښځینه ناروغان د درملنې پر مهال له ستونزو سره مخ وي، نه یوازي چې په لیري پروتو سېمو کي په روغتیایي مرکزونو کي ښځینه ډاکټرانې نشته، بلکي د کورنیو نارینه غړي ښځینه وو ته اجازه نه ورکوي چې نارینه ډاکټران د هغوی درملنه وکړي.
