د امریکا او اسراییلو د دفاع وزیران: په عراق کې د امریکايي ځواکونو پر اډې برید د شخړې خطرناک زیاتیدل دي

Elad Malka / Ministry of Defense

اطلاعات روز: د امریکا او اسراییلو د دفاع وزیرانو په خپلو ټیلیفوني خبرو کې په عراق کې د امریکايي ځواکونو پر اډې برید د شخړې «خطرناک زیاتېدل» ګڼلي او له ایران سره تړلې وسله والې ډلې مسوولې بللې دي.

له راپورونو سره سم، په دې برید کې پنځه امریکايي ځواکونه ژوبل شوي دي.

د رویټرز له راپور سره سم، د عراق دوو امنیتي سرچینو ويلي، چې د عراق په لوېديځ کې پر عین هوايي اډې دوه کاتیوشا توغندي ويشتل شوي دي. د عراق يوې امنیتي سرچینې زیاته کړې چې توغندي په اډه کې دننه لګېدلي دي.

د دې برید مسوولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی.

د امریکا دفاع وزیر لویید اسټین د اسراییلو له دفاع وزیر یواو کالانت سره د خپلو ټیليفوني خبرو په اړه پر ایکس ټولنیزې شبکې ليکلي: «موږ موافقه وکړه چې د عراق په لوېديځ کې په عین الاسد اډې کې پر مېشتو امریکايي ځواکونو د ایران پلوو وسله والو ډلو برید [د شخړې] خطرناک زیاتېدل ښيي.»

ده زیاته کړې، چې په دې ترینګلي وضعیت کې يې د متحده ایالاتو د ځواکونو د حالت د پياوړي کولو لپاره له یواو ګالانت سره پر ځینو اقداماتو خبرې کړې دي.

ده ويلي: «ما د اسراییلو له دفاع وزیر یواو ګالانت سره خبرې وکړې تر څو د ایران، د لبنان د حزب الله او نورو وسله والو ډلو پر وړاندې له اسراییلو څخه د دفاع لپاره د امریکا متحده ایالاتو پر تعهد ټینګار وکړم.»

په تهران کې د حماس د سياسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه او بیروت کې د لبنان د حزب الله ډلې د لوړپوړي قومندان فواد شکر وژل کېدو انديښنې را پيدا کړي چې په غزې کې روانه جګړه ښايي ټول منځني ختيځ ته وغزیږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه