کله چې د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده د روان کال په غبرګولي میاشت کې خپلو دولتي ادارو ته په یو مکتوب کې امر وکړ چې د ټولو ښځینه کارکوونکو معاشونه دې پنځه زره افغانۍ وټاکل شي، تر هغه وروسته د دغې ډلې د پوهنې وزارت د معاشونو د کموالي په اړه وویل، چې تر هغه به د ښځینه ښوونکو معاشونه ځنډیلي وي ترڅو چې دغه حکم څرګند شوی نه وي؛ خو د ښځینه کارکوونکو د شکایت او یو لړ غبرګونونو وروسته د طالبانو مالیې وزارت رسنیو ته تایید کړه چې یوازې د هغه ښځینه کارکوونکو معاشونه پنځه زره افغانۍ ټاکل شوي چې په کور کینول شوي دي.
د دغه وزارت لپاره د طالبانو ویاند احمد ولي حقمل بي بي سي ته ویلي، هغه ښځې چې په روغتیا او پوهنې برخه کې عملا په کار بوختې دي او دندې ته ځي د خپل بست پوره معاش ورکول کېږي، خو هغه د ښځینه ښوونکو د معاشونه د ځنډیدو په اړه څه نه دي روښانه کړي، چې دې چارې هیواد کې په ځانګړي توګه هلمند کې ښوونکې له اقتصادي ستونزو سره مخ کړي او وایي، چې د معاش پرته بل هیڅ کوم عاید نه لري او نه هم داسې کوم ځای شته چې دوی هلته کار وکړي او کورنۍ پرې وساتي.
د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د نسوان لېسه چې اوس یې نیمه برخه طالبانو دیني زده کړو د ازموینو اخیستو ته ځانګړې کړې او نیمه برخه کې یې نجونې تر شپږم ټولګي پورې زده کړې کوي، یوې مریم (مستعار) په نوم یوې ښوونکې یې وویل، چې د معاشونو ځنډیدو سره یې اقتصادي ستونزې زیاتې شوي دي او ژوند یې له کړاوونو ډک تیریږي.
نوموړې زیاته کړه: «موږ له تېر کال راهیسې د دې ستونزې سره مخ یوو چې معاشات مو پر وخت نه راکول کېږي، او اوس چې معاشات مو ټوله ځنډول شوي دي، ژوند راته ډېر ستونزمن شوی دی، زه د کورنۍ یوازینۍ نفقه راوړونکې یم او د کور کرایه، ډوډۍ، د ناروغ مصرف، او نورې اړتیاوې نه شم برابرولای.»
د مریم تر څنګ د دې لېسې یو بله ښوونکې چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې ذکر شي، وایي د کور کرایه او د ژوند روزمره مصارفو د پوره کولو لپاره هیڅ نه لري او حیرانه ده چې چا ته لاس ونیسي.
دغې ښوونکې په خپلو خبرو کې وویل: «زه د کور کرایه نه شم برابرولای او د خپلو ماشومانو لپاره د خوړو پیدا کول هم راته ستونزمن شوي دي، که زموږ معاشات بیرته رانکړل شي، موږ به مجبوره شو چې د تدریس وظیفې پرېږدو، بل ځای هم وظیفه نشته، حیران دریان یو چې څه شی وکړو، کومې خواته مخ کړو، د رزق هره خوا راباندې تړل شوې.»
هلمند کې د ښځینه ښوونکو د اقتصادي ستونزو زیاتوالی د دې لامل شوی چې ډیری ښځینه ښوونکې خپلې دندې پریږدي، چې دغه ډله ییزه پریښودنه کولای شي په هلمند کې د زده کړو مړ ژواندی بهیر لا کمزوری او له منځه یوسي.
په لښکرګاه ښار کې د ملالۍ لېسې استادې زرغونې اطلاعات روز ورځپاني ته وویل: «زه د اوږدې مودې راهیسې د تدریس په برخه کې کار کوم، موږ ته له یوې خوا د تدریس دندې پرېښودل ډېر سخت دي، خو له بلې خوا موږ د خپلو کورنیو لپاره هم مسوولیت لرو، که طالبان زموږ معاشات رانه کړي، نو موږ خپلو وظیفو ته میاشت یا دوې وروسته دوام نه شو ورکولای، همدا اوس زموږ په ښوونځي کې درو تنو استادانو وظیفې پرېیښي او په یو شخصي مکتب کې تدریس کوي، که حالت دغسې دوام وکړي په ټول مکتب کې به یوه استاده پاتې نه شي.»
بلخوا هلمند کې د نجونو پلرونه د طالبانو یادې پریکړې اندیښمن کړي او وایي، که د ښځینه استادانو معاشونه ورنه کړل شي، نو د دوی لورګانې به بې تعلیمه پاتې شي، چې دا به په راتلونکي کې د زده کړو پر روان بهیر ناوړه اغیزې ولري.
د لښکرګاه ښار د لومړۍ ناحیې اوسیدونکی حاجي محمد، چې د دوو نجونو پلار دی په دې اړه په خپلو خبرو کې وویل: «موږ د طالبانو د پریکړې له امله ډېر اندیښمن یو، زموږ نجونې له شپږم ټولګۍ پورته تعلیم نه شي کولای، او اوس که ښځینه استادانې هم خپلې دندې پرېږدي، نو زموږ لورګانې به بې تعلیمه پاتې شي، موږ غواړو چې زموږ نجونې زده کړې وکړي، خو د دې پریکړې له امله د دوی تعلیمي راتلونکی توره تیاره ښکاري.»
دغلته د یو شمیر نورو نجونو پلرونه هم غواړي چې طالبان د ښځینه استادانو معاشونه پر وخت ورکړي، ترڅو د دوی لورګانې له زده کړو شاته پاتې نه شي.
شاولي په لښګرګاه ښار کې یو تن هټیوال دی، څلور لورګانې لري چې یوه یې اوس په بُست روغتون کې ډاکټره ده، نوموړی غواړي چې پاتې درې لورګاني یې هم خپلې زده کړې که په کور دننه او یا بهر وي پای ته ورسوي.
هغه وویل:«زه ډېر خپه یم چې د ښځینه استادانو معاشات ځنډول شوي دي، که زموږ د لورګانو ښوونځي بند شي، نو دوی به هیڅ زده کړه ونه کړي، الحمدالله یوه لور مي ډاکتره ده، دا باقي درې لورګانو لپاره مهاجرت کوم خو تعلیم ورباندې حتمي کوم.»
د مرکز لښکرګاه ښار ورهاخوا د هلمند په ټولو ولسوالیو کې د نجونو زده کړې په نشست حساب دي. د طالبانو له راتګ وړاندې د دغه ولایت په نادعلي، ناوه، ګرشک او مارجې کښې یو شمیر ښځینه ښوونځيو فعالیت درلود او تر دولسم ټولګي یې شاګردانې لرلې، خو د طالبانو په راتګ سره یاد ښوونځي تړل شوي دي.
د دې ولسواليو یو شمیر اوسیدونکي وایي، چې دغلته نه یوازې د نجونو لپاره ښوونځي بند شوي، بلکې تر اووم صنف پورې هم تعلیم ته اجازه نه ده ورکړل شوې.
د ناوې ولسوالۍ اوسیدونکي خان محمد په خپلو خبرو کې وویل:«زموږ په ولسوالۍ کې د نجونو مکتبونه بند شوي دي، زموږ نجونې نه شي کولای چې ښوونځي ته لاړې شي او تعلیم وکړي، حتا تر اووم صنف پورې تعلیم هم بند شوی دی، موږ له طالبانو غواړو چې د نجونو لپاره د تعلیم دروازې بیرته خلاصې کړي.»
په هلمند کې د نجونو زده کړې نه یوازې د طالبانو د پالیسیو له امله، بلکې د ناسمو باورونو له امله هم له جدي ستونزو سره مخ دي، چې د هغې سربیره بیاهم زیات شمیر نجونو او د هغو میندو د زده کړو لپاره خپل هوډ کلک ساتلی دی.
د شپږو لورګانو مور بی بی زینب چې د خپلو لورګانو د زده کړي د حق اخیستلو لپاره د خپل خاوند بدې ردي زغملي وايي: «ما په ډېرو ستونزو او خبرو اترو سره خپل خاوند راضي کړی و، چې زموږ لورګانې ښوونځي ته لاړې شي، خو اوس د طالبانو د فشارونو له امله، زموږ لورګانې ښوونځي ته نه شي تللای، نور نشم کولای چې د خپلو لورګانو د تعلیم د حق لپاره مبارزه وکړم، اوس مي لورګانې په رواني ناروغیو اخته شوي، د ټولو ښوونځي په نهم او لسم کي ورڅخه پاتې شوي.»
دغه راز په هلمند کې یو شمیر کارپوهان او مدني فعالان وایي، چې تر شپږم ټولګي پورې د نجونو زده کړې محدودول او د ښځینه استادانو معاشات تر بلې خبرتیا پورې ځنډول د نجونو د ښوونځيو د مطلق بندولو غیر مستقیمه ستراتیژي ښکاري، چې په راتلونکي کې به اقتصادي، رواني او ټولنیزې ستونزې زیاتې کړي.
لښکرګاه ښار کې یو تن مدني فعال اسدالله وایي، د ښځينه استادانو د معاشونو ځنډول به د دې لامل شي چې ښځینه استادانې خپلې دندې پریږدي چې په دې سره به په هلمند کې تعلیمي نظام لا کمزوری شي.
نوموړي په خپلو خبرو کې وویل: «د ښځینه استادانو معاشاتو ځنډول به په تعلیمي سیستم کې جدي ستونزې رامنځته کړي، ښوونکي د تعلیمي سیستم د بنسټونو په توګه ګڼل کېږي، او که هغوی خپلو دندو ته دوام ورنه کړي، نو زده کوونکي به له مناسبو تعلیمي فرصتونو بې برخې شي، په ځانګړي ډول، د نجونو تعلیم به سخت زیان وویني، دا به نه یوازې د تعلیمي کیفیت کموالي سبب شي، بلکې په راتلونکي کې به د نجونو د پرمختګ مخه هم ونیسي.»
پر افغانستان د طالبانو تر ولکې وروسته د ښځو اقتصادي وضعیت په جدي توګه خراب شوی، هغه ښځې چې مخکې یې په موسېساتو، دولتي او خصوصي ادارو کې کار کاوه، اوس بې کاره شوي او یو شمیر چې یې په روغتیا او پوهنې برخه کې په دندو بوختې وې اوس د معاشونو په برخه کې د نامعلوم برخلیک سره مخه دي، چې دې حالت د ښځو اقتصادي وضعیت لا پسې خراب کړی دی.