له کابله سرچینې وایي چې د طالبانو د عدلیې وزارت هغه «د افغانستان د شیعیانو عالي کمېسیون» لغوه کړی دی چې ویل کېدل د دې ډلې د استخباراتو له خوا جوړ شوی و.
یوې سرچینې نن (دوشنبه، د وږي ۳۰مه) ورځپاڼې «اطلاعات روز» ته ویلي چې د طالبانو د عدلیې وزارت د شیعیانو د عالي کمېسیون د ۲۵ غړو د غړیتوب کارتونه اخیستي او هغوی ته یې ویلي چې نور دفتر ته ولاړ نه شي او دا اداره «لغوه» شوې ده.
د سرچینې په وینا، طالبانو یوه ورځ مخکې له دې ۲۵ غړو سره اړیکه نیولې وه چې د عدلیې وزارت ته ورشي، ځکه ویل شوي وو چې د دې کمېسیون مشر به خوشې شي. خو کله چې دغه کسان ورغلل، د دوی د غړیتوب کارتونه واخیستل شول او د شیعیانو د عالي کمېسیون په چوکاټ کې له فعالیت څخه منع شول.
یوه بله سرچینه چې له دې پېښې خبره ده، هم تایید کړې چې د شیعیانو عالي کمېسیون لغوه شوی دی.
سرچینې د خپل نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې محمدعلي اخلاقي، د شیعیانو د عالي کمېسیون مشر، لا هم د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي په شخصي زندان کې د دې وزارت په ودانۍ کې بندي دی.
د سرچینې په وینا، طالبانو له اخلاقي څخه غوښتنه کړې چې د خوشې کېدو په بدل کې باید په امید سبز ښارګووې هم شته چې د افغانستان د شیعیانو د عالي کمېسیون شپږ لوړپوړي غړي، چې له ډلې یې څلور کسان په پخواني نظام کې د پارلمان غړي مخکې هغه مهال ونیول شول، کله چې دوی د یو شمېر نورو شیعه مخورو د خوشې کولو لپاره د منځګړیتوب په موخه د طالبانو د عدلیېټي کې خپل شخصي کور پرېږدي او دې ډلې ته یې وسپاري. طالبانو دغه ښارګوټی «امارتي» اعلان کړی دی.
نا تایید شوې ادعاوې هم شته چې د افغانستان د شیعیانو د عالي کمېسیون شپږ لوړپوړي غړي، چې له ډلې یې څلور کسان په پخواني نظام کې د پارلمان غړي وو، د طالبانو تر تعقیب لاندې دي. ویل کېږي چې هغوی هم په امید سبز ښارګوټي کې کورونه لري.
د افغانستان د شیعیانو د عالي کمېسیون مشر او غړي شاوخوا یوه اوونۍ مخکې هغه مهال ونیول شول، کله چې دوی د یو شمېر نورو شیعه مخورو د خوشې کولو لپاره د منځګړیتوب په موخه د طالبانو د عدلیې وزارت ته ورغلي وو.
تر دې مخکې سرچینو ویلي وو چې د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي ویلي وو چې دا کمېسیون یو سیاسي ـ استخباراتي بنسټ دی او د دې ډلې په حکومت کې سیاسي او استخباراتي بنسټونو ته د فعالیت اجازه نشته.
ویل کېږي چې د افغانستان د شیعیانو عالي کمېسیون د طالبانو د استخباراتو په مالي ملاتړ او همغږۍ جوړ شوی و، خو د طالبانو د عدلیې وزیر ویلي چې دې استخباراتي بنسټ ته اړتیا نشته.
