اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وایي، چې سږکال د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې ۳۸ زره نجونو شپږم ټولګی خلاص کړی او نورې ښوونځي ته نه شي تلای.
دې بنسټ نن (چهارشنبه، ۲۸ د وږي) د طالبانو له لوري تر شپږم ټولګي د پورته نجونو پر زده کړو د بندیز د درېيمې کلیزې په مناسبت دا شميرې خپرې کړې دي.
یونیسف ویلي، چې له دې ۳۸ زره نجونو پرته شاوخوا ۱.۵ میلیونه نورې نجونې چې وړاندې يې شپږم ټولګی خلاص کړی وو، د طالبانو له دې امر څخه زیانمنې دي.
طالبانو پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته د ۱۴۰۰ لمریز کال په وږي میاشت کې تر شپږم ټولګي د پورته نجونو پر زده کړو بندیز ولګاوه.
دې ډلې وروسته پوهنتونونه او خصوصي زده کړییز مرکزونه هم د نجونو پر وړاندې وتړل.