هلمند کې «وسله والو غلو» یو صراف او د هغه زوی ووژل

Photo: Social media

اطلاعات روز: هلمند کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې د دې ولايت په ګرشک ولسوالۍ کې «وسله والو غلو» د نیاز محمد په نوم یو صراف او د هغه ۸ کلن زوی په ډزو وژلي او پېسې یې ترې وړې دي.

يوې ځايي سرچينې اطلاعات روز ته وويل، چې دغه زوی او پلار نن (شنبه، ۳ د لیندۍ) سهار ۱۰:۰۰ بجې د ګرشک ولسوالۍ اړوند حکمت څلور لارې ته څیرمه وژل شوي.

د سرچينې په خبره، نياز محمد د ګرشک ولسوالۍ په بازار کې صرافي درلوده، چې یاده سیمه کې پرې وسله والو غلو برید کړی او پیسې یې ترې وړي دي.

سرچینه زیاتوي، چې د پیښې ځای د طالبانو د استخباراتو مدیریت او د ولسوالۍ مقام سره ۱۰۰ متره فاصله لري، خو بیا هم وسله وال غله توانیدلي چې د پیښې له ځایه وتښتي.

هلمند کې ځایي طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال ده، چې څو ورځې وړاندې د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې هم غلو یو ځوان وژلی و او موټر سایکل یې ترې وړی و.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

حمایت می‌کنم

در افغانستان، جایی که آزادی رسانه‌ها، مانند بسیاری از آزادی‌های دیگر، سرکوب شده است، اطلاعات روز به ایستادگی در برابر سرکوب ادامه می‌دهد.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته