د دمشق سقوط؛ جولاني: دولتي ادارې به د واک تر انتقال پورې د اسد د لومړي وزير تر نظارت لاندې وي

اطلاعات روز: د بشارالاسد تر تښتيدو او دمشق ته د باغیانو تر ننوتلو وروسته، د هیات تحریر الشام مشر ابو محمد جولاني ویلي، چې دولتي ادارې به د واک تر رسمي انتقال پورې د سوریې د پخواني لومړي وزير تر نظارت لاندې وي.

هغه ټولو نظامي ځواکونو ته امر کړی، چې د دولتي ادارو ته له نږدې کېدو څخه ډډه وکړي.

د الجزيرې د راپور له مخې، جولاني ویلي، چې دولتي ادارې به د واک تر رسمي انتقال پورې د پخواني لومړي وزير تر نظارت لاندې وي.

په همدې حال کې د سوریې لومړي وزیر محمد قاضي جلالي ویلي، چې د سوریې د خلکو له خوا ټاکل شوي هر مشر سره د همکارۍ لپاره تیار دی.

اسلامي جهادي جنګیالیو د لیندۍ پر اوومه نېټه د بشارالاسد پر ضد خپل چټک بريدونه پیل کړل او د سوریې له شمالي حلب ښار څخه یې پرمختګ شروع شو.

اوس سوریه کې یاد جنګیالي وایي، چې دمشق له اسد څخه ازاد شوی دی.

د رويټرز د راپور له مخې، د سوریې د پوځ دوو لوړپوړو افسرانو وویل، چې اسد د یکشنبې په ورځ له دمشق څخه نامعلوم ځای ته الوتنه کړې، ځکه چې باغیان بې له کومې خبرتیا دمشق ته ننوتلي وو.