Photo: @MoDAfghanistan2

د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان کوم لور ته روان دی؟

شمشاد زلمی

طالبان تر خپلې واکمنۍ لاندې د یوه داسې افغانستان انځور وړاندې کوي، چې هلته پکې لویي-لویي پروژې تطبیقېږي او په اقتصادي برخه کې د هیوادونو ترمنځ په یوه مرکزي نقطه بدل شوی دی. په دې سره خلکو ته داسې تصور ورکوي چې که دوی د افغانستان د واکمنو په توګه پاتې شي، نو احیانا لس کاله وروسته به افغانستان په زراعتي برخه کې پر ځان متکي وي، پر سینه به یې ګاونډیو هیوادونو ته د ګازو نل‌لیکه او د برېښنا مزي تېر شوي وي او افغانستان به په یوه داسي منطقوي تړونکي بدل شوی وي چې ګاونډیان به یې پر ثبات او اقتصاد متکي وي. دوی د یوه داسې خيالي افغانستان کیسې په داسې حال کې د خپلو تبلیغاتو له لارې د خلکو اذهانو ته پېچکاري کوي چې د دوی تر واکمنۍ لاندې همدا شېبه د هیواد نیم نفوس له خپلو ډېرو بنسټیزو حقونو محروم دی او له کبله یې د افغانستان د راتلونکي په تړاو لویي پوښتنې را پیدا شوې دي.

د تبلیغاتو لويي څپې او لویي ادعاوې نه شي کولای د واقعي موجودو ستونزو اغېز ورک کړي او د خلکو پام ترې واوړي، بلکې په دې سره لا جوتېږي چې واکمنه ډله صرف د خپل واک او ګټو د دوام په فکر کې ده او هغه مسایل چې د هیواد برخلیک ورسره تړلی، له پامه غورځوي او یا هم ورته ارزښت نه لري. په دې لړ کې یوه مهمه مسله داده چې طالبان د افغانستان له سیاسي راتلونکې سره د خپلې ډلې د هویتي جوړښت او انحصاري تفکر له مخې چلند ونه کړي بلکې د دې واقعیت په درک کولو سره چې په دې وطن کې تر شاوخوا ۳۵ میلیونو پورې د بېلابېلو قومونو، مذهبونو، جنسیتونو او دینونو وګړي اوسي او د هغوی هر یو د هیواد د ملي پالیسیو په تعین کې د نظر ورکولو او څرګندولو حق لري، د حکومتولۍ او سیاسي فعالیت پراخ چوکاټ رامنځ ته کړي. مګر د طالبانو چلند له هیواد سره د دې مهم واقعیت له مخې نه دی، بلکې دوی دا ټول وطن او وګړي په جګړه کې ګټل شوی د غنیمت مال ګڼي او تر خپل منځ یې ویشي. له همدې کبله د طالبانو په حکومت کې د قدرت ۹۹ سلنه سرچینې په خپله له طالبانو سره  دي او له وزارته بیا د ولسوالیو تر مدیریتونو پورې له هرڅه سره د ارثي مال په توګه چلند کوي او له سیاسي ډګره یې خپل ټول سیاسي مخالفین د زور په استعمال شړلي دي. په عین مهال کې د طالبانو ترمنځ هم واک د دوی د مشر پر شاوخوا راچورلیدلې حلقه کې انحصار دی او دې پوښتنې ته دوی په خپله هم ځواب نه لري چې د خپل مشر د مړینې په صورت کې به تر خپل منځ واک څرنګه وېشي؟ او ایا د واک دا لېږد به د طالبانو ترمنځ د واک د جزیرو ټکر حتمي نه کړي؟ له یوې خوا د طالبانو ترمنځ په خپله د واک جوړښت له یادو شویو اندېښنو سره هممهاله د فردي انحصار په لومو کې دی او بل لور ته یې په ټول هیواد کې هم د سیاسي فعالیت او واک د تعین بهیر ختم کړی دی او د خپل چلند له مخې ښيي چې دوی برتر او نور کمتر دي، له همدې امله باید د واک او سیاست کولو برتري همدوی ولري.

له انډیا څخه د برېتانوي استعمار تر وتلو وروسته د دې هیواد لومړني لومړي وزیر جواهرلال نهرو د خپل هیواد لپاره لرلید دا وټاکه چې باید په ساینس او ټکنالوژۍ کې پرمختګ وکړي او همدا اړخ باید په راتلونکي کې په اقتصادي او نورو برخو کې د انډیا د قوت اړخ وي. پر همدې اساس یې پر موډرونو تعليمي مرکزونو او پوهنتونونو پراخه پانګونه وکړه او په پایله کې یې هند اوسمهال نړۍ ته د IT خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې په مرکز بدل شوی او دا برخه د هند د غوړېدونکي اقتصاد مهمه منبع ده. د لویو رغنده لرلیدونو پر اساس د هیوادونو د رغیدنې او پر پښو دریدنې دا یو مثال دی. د نړۍ ډېری هیوادونو د خپلې راتلونکې ودې لپاره لنډمهالي او اوږدمهالي لرلیدونه ټاکلي دي او پر همدې اساس خپلې پالیسۍ تعينوي. د همدې سیاستونو په رڼا کې که د افغانستان په تړاو د طالبانو سیاستونه تحلیل شي، نو جوتېږي چې هغوی خو یا د وطن په اړه هیڅ لرلید نه لري او که وي هم، نو هغه له هیواده مدرسه جوړول او وطن او نړۍ ته د مدرسو داسې فارغین ورکول دي چې د نننۍ نړۍ له کاري مارکیټ سره هیڅ ډول بلد نه وي او یوازینۍ وړتیا یې دا وي چې ځانمرګي وکړي او یا د تروریستي ډلو غړي شي. ارقام ښيي چې د ۲۰۲۱ په اګست کې واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې په افغانستان کې د ديني مدرسو شمېر څلور چنده لوړ شوی او شاوخوا ۲۱ زره مدرسې په افغانستان کې فعالې دي. په دې توګه شاوخوا ۳.۶ میلیونه زده کوونکي پکې دي او تقریبا یو میلیونه زده کوونکي یې په تېر یوه کال کې جذب کړي دي. (۱) بل لور ته طالبانو ۱.۴ میلیونه نجونې منځنیو ښوونځیو او لېسو ته له تلو منعه کړې دي، (۲) همدا راز یې پوهنتونو او طبي انسټیټوټونو ته هم د هغوی پر تګ او زده کړو بندیز لګولی دی. له دې سره-سره یې خصوصي زده کړییز مرکزونه هم منع کړي دي چې نجونو ته باید د ژبو، کمپیوټر او نورو علومو/هنرونو هیڅ ډول تدریس ونه کړي.

د افغانستان په تړاو د طالبانو له دې لرلیده ښکاري چې هغوی غواړي افغانستان په راتلونکي کې په هیڅ برخه کې هم ښځینه کارګرې او مسلکي ښځې ونه لري او په دې برخو کې پر نورو هیوادونو متکي وي. په عین مهال کې په دې چلند او پالیسیو سره د ښځو خلاف ذهنیت تقویه  کوي او د ښځو د کار او زده کړو د مخنيوي له لارې د جنسیتي نابرابرۍ د کچې په لوړولو سره د کورنیو او ټولنیزو تاوتریخوالو لار خلاصوي او غواړي یوه داسې ټولنه جوړه کړي چې هلته ښځه محکومه، بې زده کړو، بې عایده او داسې څوک وي چې هیڅ ډول ټولنیز حیثیت ونه لري. په عین مهال کې په پراخه توګه د ديني مدرسو په ترویج او ټولنې ته د لکونو او میلیونونو ديني-افراطي زده کوونکو په پمپولو سره غواړي ټولنیز جوړښت او ذهنیت تغییر کړي او د شاتګپالو ديني ښوونو په مټ نه یوازې خپل واک دوامدار وساتي، بلکې د خپلو موخو او سیاسي مخالفینو د ټکولو لپاره ارزان جنګيالي هم ترلاسه کړي. 

طالبانو د قدرت د سرچینو په انحصار سره په هیواد کې په مذهبي او قومي کچه تبعیض هم په خپلو ادارو کې بنسټیز کړی دی. د دوی د انحصار له پالیسۍ څخه ښکاري چې په هیواد کې د نورو قومونو، مذهبونو او دینونونو د وګړو پر ټولنیزو حقونو اعتراف نه کوي بلکې له هغوی سره د هغوی د قومي، مذهبي او ديني باورونو او هویت له مخې تبعیض کوي. طالبانو ته له ديني اړخه یوازي حنفي مذهب حق ښکاري او په دې توګه یې په هیواد کې د جعفري او سلفي فقهو پر تدریس او ښوونې او روزنې بندیز لګولی دی. همدا راز، دې مذهبي او قومي ډلو ته په واک کې هم ځای د هغوی د قومي او مذهبي هویت له امله نه ورکوي او د افغانستان په هزاره مېشتو سیمو کې حکومتي چارې د پښتنو سني طالب چارواکو له لوري مخته وړل کېږي. په دې توګه د افغانستان د قومونو ترمنځ واټن د تبعیضي پالیسیو د پلي کولو له مخې زیاتوي چې دا کولای شي په راتلونکي کې د افغانستان پر سیاسي او ټولنیز ثبات ناوړه اغېزې ولري مګر دا چې د طالبانو پالیسۍ د خپلې ډلې د ګټو د ساتنې او فکري انحصار پر پیاوړي کولو راچورلي، د هغوی لپاره د هیواد ناوړه اینده مهمه نه ده او باید د دغسې سختدریځو پالیسیو په پلي کولو سره یوازې خپل واک وساتي. 

د خوړو د نړیوال پروګرام له اعلان کړیو شمېرو سره سم، د ۲۰۲۳ کال تر اګست پورې د افغانستان یوازې ۲.۳ میلیونه ماشومان خوړو او روغتیايي خدماتو ته د نه لاسرسي له کبله له سختې خوارځواکۍ سره مخ وو او دا شمېرې مخ په بره روانې دي. همدا راز، د طالبانو د انحصاري او سختدریځو پالیسیو له کبله هیواد له نړیوالې انزوا سره مخ دی او د هیواد عمومي اقتصادي وده ورسره شدیده خرابه شوې او دا هیواد یوازې په بشرپالو مرستو چلېږي او په عین مهال کې د خلکو عاید هم د طالبانو له راتګ سره په خورا لوړه کچه کم شوی او نور هم پر ټیټېدو روان دی. (۳) دا وضعیت چې د طالبانو د واکمنېدو او د دوی د پلي کړو سیاستونو له امله را پیدا شوی دی، د همدې وضعیت په تړاو د طالبانو درک او له ستونزو سره د مبارزې لپاره د دوی له نشت سره برابرې تګلارې دا په ډاګه کوي چې که دوی په نس ماړه وي، وږو وطنوالو ته د کولچو د خوړلو توصیه کوي او که دوی وږي شي، بیا به پر ستونزه اعتراف کوي او په تړاو به یې فکر کوي. په هیواد کې د غربت او بې‌کارۍ یوه تر ټولو ستره وجه د طالبانو سیاستونه دي چې په هره برخه کې یې د پرمختګ مخه نیولې ده او په عین مهال کې هره ورځ د نویو بندیزونو په لګولو سره د خلکو له خولې ګوله کاږي. د ۲۰۲۲ کال تر اګست پورې طالبانو له ښځو ۱۴ زره دندې چې اتیا سلنه یې د تدریس په برخه کې وې، اخیستې دي. (۴) او په وروستیو کې یې د یوه بل په فرمان په ورکولو سره د هغو ښځو معاشونه چې لاهم په ځینو برخو کې په کار بوختې وې، پنځو زرو افغانیو ته را ټیټ کړی. د دې او ورته تګلارو له رامنځته کولو او پلي کولو داسې ښکاري چې د دوی هڅه دا نه ده چې کاري فرصتونه ایجاد کړي. 

د پورته یادو شویو او ورته نورو شاخصونو له مخې د هیواد د حالت له ارزولو په ډاګه کېږي چې د طالبانو تر تیوکراتیکې واکمنۍ لاندې افغانستان د یوه داسې راتلونکې لور ته درومي چې ښځې به پکې د یوه پلورل کېدونکي جنس هومره ارزښت لري او نړۍ او شاوخوا سیمې ته به یې صادرات له مدرسو راوتلي جنګيالي او ځانمرګي وي چې نه یوازې به خپله ټولنه په خپل افراطیت سره د تعقل له مزله راګرځوي، بلکې په سیمه کې به هم د سیاسي لوبو د اوزارو په توګه خرڅېږي. په یوه داسې هیواد کې چې تر ۲۳ میلیونه پورته وګړي یې پر بهرنیو بشرپالو مرستو متکي وي، په میلیونونو ماشومان یې د خوړو له کبله خوارځواکي وي، پر اولادونو د میندو د مړینې تر ټولو لوړه کچه او په سلګونو دغسې نورې عاجلې او بېړنۍ ستونزې لري او هلته لومړیتوب د ښځو پر غږ بندیز او د نارینه‌وو د ږیرو ګزول وي، هلته دا تمه نه شي کېدلای چې واکمن به یې د خلکو د لوږې له درده ویښ وي او لومړیتوب به یې په نس د خلکو مړول، په تن پټول او په زده کړو سمبالول وي. 

(‍۱) https://www.voanews.com/a/religious-education-surges-under-taliban-as-secular-schooling-languishes/7815283.html?utm_source=chatgpt.com 

(۲) https://www.aljazeera.com/news/2024/8/15/taliban-deliberately-deprived-1-4-million-girls-of-schooling-un?utm_source=chatgpt.com 

(۳) https://www.amnesty.org/en/location/asia-and-the-pacific/south-asia/afghanistan/report-afghanistan/?utm_source=chatgpt.com 

(۴) https://www.sigar.mil/pdf/evaluations/SIGAR-24-01-IP.pdf?utm_source=chatgpt.com