غني

ولسمشر او د دفاع چارسمبالي د بهسودو پېښې د غچ پر اخیستو ټینګار وکړ

اطلاعات روز: ولسمشر محمد اشرف غني میدان وردګو کې د علیپور جنګیالیو له خوا د هوایي ځواک چورلکې نسکورېدو پېښې قربانیانو کورنیو سره خبرو کې ویلي، چې د دې پېښې غچ اخیستل کیږي.

ارګ نن (شنبه، ۳۰ د کب) پر خپلې فیسبوکپاڼې لیکلي، چې ولسمشر اشرف غني له غرمې وړاندې د یادې پېښې د قربانیانو کورنیو سره خبرو کې ویلي، چې د هغوی اتلولي نه هېروي.

د ارګ یاده اعلامیه وایي، د دې پېښې د قربانیانو د یوې کورنۍ غړي د دې پېښې عاملینو ته د سزا غوښتنه کړې. د اعلامیې له مخې د یادې پېښې د قرباني د کورنۍ یو غړي محمدحسین ویلي:: «زموږ لویه غوښتنه دا ده چې د یادو شهیدانو غچ واخیستل شي او هغوی چې پر امنیتي او دفاعي ځواکونو برید کوي د هیواد دښمنان دي، د ساحې د پاکوالي لپاره باید عملیات وشي او د نوموړي کورنۍ ته یې د پاملرنې غوښتنه وکړه.»

ولسمشر د دې پېښې قربانیانو سره د ترفیعاتو ژمنه هم کړې ده او دغه راز یې د ټولو وژل شویو کورنیو ته ډاډ ورکړی، چې د بهسود وروستۍ پېښې د قربانیانو غچ اخیستل کېږي او دغه «جنایت» د بښلو نه دی او بې پوښتنې نه پاتې کېږي.

بل لور ته د ملي دفاع وزارت چارسمبالي یاسین ضیا نن (شنبه، ۳۰ د کب) د لوړپوړو امنیتي چارواکو په خبري ناسته کې خبریالانو ته وویل، چې اسناد او شواهد ښیي چې دغه کار د علیپور وسله والو کړی او په وینا یې چې غچ به یې اخلي.