شېرالله

د بهسودو پېښې د یو قرباني ورور: د علیپور محاکمه غواړو

خبریال : حبیب الله سراب

شېرالله له تېرو دوه کلونو راهیسې په افغان امنیتي ځواکونو کې دنده ترسره کوله، دوه ورځې وړاندې د ورګو ولایت په بهسودو ولسوالي کې له خپلو نهو ملګرو سره یو ځای د یو نامسووله سیمه ییز قوماندان علیپور وسله والو په برید کې ووژل شو.

نوموړی د مرکز ګردیز اوسېدونکی دی او د کورنۍ یواځنی سرپرست هم و، کشر ورور یې عبدالرحمان وايي، شېرالله له هیواد سره د زیاتې مینې او کورنۍ ته د نفقې پیدا کولو لپاره د ځانګړو ځواکونو لیکو ته تللی و. د هغه په خبره چې ورور یې په ځانګړو ځواکونو کې دوه کاله دنده ترسره کړه. 

د وژل شوي سرتیري شېرالله کشری ورور عبدالرحمان وايي: «زما ورور شېرالله له تېرو دوو کلونو راهسې په ۳۰۳ ځانګړې قطعې کې دنده ترسره کوله، له دې وړاندې یې پکتیا کې په ځانګړو ځواکونو کې په دنده بوخت و، په ملي امنیت کې یې هم دنده ترسره کړې ده، زما ورور په وردګو ولایت کې د علیپور د وسله والو له لوري په شهادت رسېدلی، له تېرو پنځلسو ورځو راهسې مونږ له ده سره اړیکه نه ده نیولې. زما له ورور سره د هغه اته نور ملګري هم په شهادت رسېدلي. شېر الله زمونږ د کورنۍ د ګټې وټې یواځنی کس و، ماته یې ویل، چې ته زده کړه وکړه، ټول مصارف دې زده پرې کوم، خو زه اوس مجبور یم، چې زده کړې پرېږدم او د کورنۍ د پاتې غړو لپاره کار وکړم.»

عبدالرحمان له حکومت څخه د خپل ورور د قاتلینو مجازات کولو غوښتنه کوي، نوموړي اطلاعات روز ورځپاڼې ته په خبرو کې وویل، د شېر الله قاتلین مالوم دي، چې د علیپور کسان دي او هغوی خپله دا وايي، نو ولې یې پر وړاندې اقدام نه کوي. 

عبدالرحمان زیاته کړه : «زما د ورور او د هغه د ملګرو قاتلین هر چاته معلوم دي، قاتلین یې چې علیپور او د هغه کسان و، په ښکاره دا نارې وهي، چې هلیکوپټر او کسان دوی ویشتلي، نو ولې یې د نیولو یا وژلو لپاره دغه حکومت چپ دی، ولې یې پر وړاندې اقدام نکوي، زه له ولسمشر دا غواړم چې زما د ورور قاتل ته باید سزا ورکړل شي، هغه باید په عام محضر کې په دار وځړول شي.»

د شېر الله ورور وایي، د نوموړي قاتلین مالوم دي، چې د علیپور کسان دي او هغوی خپله دا وايي، نو ولې یې پر وړاندې اقدام نه کیږي. 

د وژل شوي سرتیري خپلوان بیا پر حکومتي چارواکو نیوکه کوي، چې د خپلسرو وسله والو په بې وسلې کولو او قانونه ته سپارلو کې پاتې راغلي دي، د سرتیري شېرالله کلیوال فضل الدین جلازی وايي، هیواد کې د ډیری نا مسووله وسله والو ملاتړ همدا حکومتي چارواکي کوي.

د جلالزي په وینا چې علیپور یو ځل نیول شوی هم و، خو دولت په خپله علیپور سره په یوې هوکړې، نوموړی ازاد کړ.

یاده دې وي چې په دې هوکړه کې د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش د دې هوکړې شاهد او د دولت استازی و.

ښاغلي الدین جلالزي داسې وویل، دا اوس ټولې دنیا ته مالومه ده، چې دغه نامسووله وسله وال څوک حمایه کوي او څوک یې ملاتړ کوي؟

د پکتیا اوسېدونکی نثار احمد بیا وايي، که د دا ډول کسانو چې د امنیتي ځواکونو پر وړاندې یې وسله پورته کړې، مخه ونه نیول شي، هیواد کې به قومي ستونزې رامنځته شي. 

نثار احمد زیاتوي، چې دا ډول نا مسوله وسله وال که په بار بار ورته اقدام لاس پورې کوي، نو حکومت کمزوری دی او مخه یې نه شي نیولی. 

د نوموړي په وینا چې د هیواد په هر ځای کې باید دا ډول خپلسري وسله وال چې موجود دي، د له منځه وړلو لپاره یې باید اقدام وشي. 

ښاغلي نثار احمد داسې وویل: «یو لنډغر راپورته کیږي، زما هغه سرتیري را شهیدانوي، چې په هغوی کلونه کلونه خوارې شوې ده، همدا سرتیري کورنۍ لري، بچیان لري، حکومت ویلې دومره کمزوری ده، چې خپل سرتیري ته د انسان او سرباز په سترګه نه ګوري، ولې یې ملاتړ نکوي، که علیپور دی، که بل داسې لنډه غر دی، نو د دې پر وړاندې باید جدي اقدام وکړي، که ولس یو ځل د همدې کمروزي حکومت پر وړاندې راپور ته شو، بیا به یې ارامه کول د ټولو له وسه پورته وي.»

د شېرالله جنازه نن وشوه او خاور ته وسپارل شو.

په وردګو ولایت کې سیمه ییز قومندان عبدالغني علیپور په یوې فیسبوکي چینل کې منلې چې چورلکه د دوی د ملګرو له لوري ویشتل شوې ده، هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړې چې له څو ورځو راهسې یې په سیمه کې د افغان او بهرنیو ځواکونو هوايي ځواک د دوی پر کسانو بمباري کړی، چې په خبره یې شپږ ملګري یې وژل شوي او یو بل ټپي دی.

د هیواد ملي دفاع وزارت لومړی د غورځول شوې چورلکې په تړاو د څېړنو یادونه کړې وه، خو وروسته یې ومنله، چې چورلکه د علیپور قومندان د کسانو له لوري غورځول شوې ده. 

د دغه وزارت ویاند فواد امان په خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې افغان ځواکونه به د پېښې عاملانو بدله اخلي: «دفاع وزارت د دې ترهګریزې پېښې د شهیدانو د وینې غچ به په هره بیه اخلي او عاملان به یې په سزا رسوي. » 

ولسمشر غني هم په دې اړه توند غبرګون ښودلی او  پېښه کې یې ښکېلو کسانو ته د سختې سزا یادونه هم کړې ده. 

نږدې دوه میاشتې وړاندې هم په بهسودو ولسوالي کې د عبدالغني علیپور او افغان ځواکونو ترمنځ اخ و ډب رامنځته شوی و، چې له امله یې نهه کسان په کې ووژل شول او اته نور ټپیان شول. 

د چورلکې غورځېدو پېښه کې هم د درې پیلوټانو په ګډون د افغان ځانګړو ځواکونو نهه سرتیري وژل شوي دي. 

عبدالغني علیپور چې مشهور په شمشیر دی، شاوخوا دوه کاله وړاندې د ملي امنیت له لوري د غیر قانوني کړنو په تور ونیول شو، خو د هغه د پلویانو له لوري په کابل ښار کې لاریونونه ترسره شول، چې وروسته د ولسمشر د دویم مرستیال سرور دانش په شاهدۍ او استازۍ، دولت سره د یوې هوکړې پر بنسټ بیرته خوشي کړای شو. 

د پکتیا اوسېدونکي له حکومت څخه غوښتنه کوي، چې د علیپور په ګډون باید ټولې نامسووله وسله والې ډلې بې وسلې او د قانون منګلو ته باید وسپارل شي.