۱۴۰۰ تعلیمي کال د زنګ په وهلو پیل شو

اطلاعات روز: نن (سه شنبه، ۳ د وري) ۱۴۰۰ تعلیمي کال د کابل اماني لېسه کې د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا په زنګ وهلو پیل شو.

ولسمشر غني په دې مراسمو کې وویل، د ښوونکو معاشونه د سږ کال د وري له لومړۍ نېټې د اجرا وړ او د کال په منځ کې به عملي کیږي. نوموړي له مالیې وزارته وغوښتل چې هر ډول وي دغه معاشانه پر خپل وخت بېل کړي.

ښاغلي غني د ښوونکو کمښت ته په اشارې وویل، سږ کال به ټول افغانستان کې ۱۱ زره یو سل او ۷۳ نوي ښوونکي وګمارل شي. د ده په وینا، خوښ دی چې سږ کال شاوخوا یو میلیون نوي ماشومان ښوونځیو کې شاملیږي.

د افغانستان د تعلیمي نصاب کتابونه چې تر دې مهاله له هېواد بېرون چاپېدل، ولسمشر غني په دې غونډه کې وویل، چې نور به دغه کتابونه هېواد دننه په ځانګړي ډول د «ازادي مطبعه» او «پوهنې مطبعه» چاپخونو کې چاپیږي. ده وویل، د دې کتابونو لپاره به افغانستان کې په ښه کیفیت کاغذ هم چاپ شي او د تولید ډېرېدنې او بازارموندنې لپاره به یې هېواد ته په راواردېدونکو کاغذونو ۲۰ مالیه هم ولګول شي.

ولسمشر دغه راز وویل، تېر کال ۷۳۲ ښوونځي جوړ شوي او سږ کال پام کې ده چې په ټول افغانستان کې ۱۸۰۰ ښوونځي جوړ شي.

د ده په وینا، دا کال به د افغانستان ډیجیټل جوړونې کال وي او لومړی به پرې د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونه سمبال شي. ولسمشر غني زیاته کړه، د کمیت له پلوه کار شوی خو کیفیت ته باید ځانګړی پام وشي او ټولې ادارې باید کیفیت ته کار وکړي او په وینا یې چې افغان زده کوونکي باید د ۲۱مې پېړۍ سره سم مجهز شي.

ولسمشر غني په خپلو خبرو کې د سولې په اړه وویل، یوه داسې سوله غواړو چې زرهي موټرو ته په کې اړتیا نه وي. د ده په وینا، روانه وینه باید ختمه شي، ځکه دا جګړه هېڅ ډول شرعي دلیل نه لري.

د ده په وینا، په کار ده چې د مدرسې او ښوونځي ترمنځ واټن له منځه یوړل شي، ځکه په وینا یې چې ۹۹،۹ سلنه افغانان مسلمانان دي او د مدرسې او ښوونځي ترمنځ تضاد باید و نه اوسي.

د تعلیمي کال پیل مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت چارسمبالې رنګینې حمیدې وویل، چې د کرونا ویروس له امله د تېر کال پاتې درسونه به سږ پوره شي.

د اغلې حمیدې په وینا، سږ کال پلان کې لري چې تعلیمي نصاب بدل او د پوهنې سکټور په ټکنالوژۍ سمبال کړي، ځکه په وینا یې چې دا د وخت اړتیا ده.

د پوهنې چارسمبالې وویل، تېر کال له ۷ سوو زیات ښوونځي جوړ شوي، خو لا هم باید دغه لړۍ دوام پیدا کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته