د کندهار له صنعتي پارک د پانګوالو تېښته

Photo: Kandahar Municipality

د کندهار صنعتي پارک کې د امکاناتو نشت او د بنسټیزو خدماتو کموالي یو شمېر پانګوالو اړ کړي چې خپلې فابریکې د هرات، کابل، ننګرهار او مزار شریف صنعتي پارکونو ته انتقال کړي. دغو کارخونو چې د پي وي سي، پیپونو، پلاستیکي توکو، اوسپنې وېلی کولو او پنبې پروسېس برخو کې فعالیت درلود اوس خپلې تولیدي چارې نورو ولایتونو کې پرمخ وړي.

د دې کارخونو مسوولین وایي، چې د کندهار صنعتي پارک کې د منظمي برېښنا او اوبو رسولو سیستم نشت، د صنعتي ځمکو کموالی، خراب سړکونه، د بازارونو د تعادل نه مراعت او نور عوامل د دې سبب شوي چې خپلې پانګې نورو ولایتونو ته انتقال کړي. دوی د اندیښنې په څرګندولو سره وایي، که چیرې دغه ستونزې حل نه شي، نو یاد صنعتي پارک به زیات زیانمن شي.

کندهار کې د پي وي سي او پیپونو جوړولو د یوې کارخونې مسوول عبدالروف وایي، چې په دې ولایت کې د نامناسب صنعتي چاپیریال او په وروستیو کې د دولت (طالبانو حکومت) له‌خوا د دوی غوښتنو ته نه پاملرنه د دې لامل شوي چې زیات پانکوال خپلې فابریکې هرات، کابل، مزارشریف او ننګرهار ولایتونو ته انتقال کړي.

دغه پانګوال زیاتوي، چې څو ځلي یې کندهار کې د صنعتي ښارګوټي اړوند او نورو ادارو طالب مسوولینو سره خپلې ستونزې شریکې کړي، خو پایله یې نه ده ورکړې.

عبدالروف وویل: «دلته زما په شمول تجارانو او سرمایه ګذارانو په میلیونونو ډالر پانګونه کړې، خو د دولت لخوا هیڅ ډول همکاري نه ده شوې، د دې پر ځای چې دولت دوی تشویق کړي چې خلک مو پر کار کړي، برق ورته برابر کړي، د اوبو او ګازو سیستم ورته برابر کړي، د صنعتي پارک سړکونه ورته حوړ کړي، هغه یې بر عکس کېږي، حکومت ته مو تر شل وارې ډیر د صنعتي پارک د یوه سړک وویل، خو تر ننه نه شو جوړ، د هرات او کابل صنعتي پارکونه چي ووینئ تاسي به ووایاست چې دوبۍ کې ګرځم مګر د کندهار صنعتي پارک چې ووینې ټول خامه دی، خو موږ ته هم باید هغه رقم سهولتونه رامنځته شي.»

د کندهار صنعتي پارک سړکونه خراب او په دې برخه کې ځایي حکومت تر اوسه کوم ګام نه دی پورته کړی

کندهار کې د خوراکي توکو د یوې فابریکې مسوول شېراحمد بیا وایي، سره له دې چې د هیواد د نورو ولایتونو یو شمېر صنعتي پارکونه د ۲۴ساعته برېښنا سربېره ګڼې نورې اسانتیاوې لري، خو د دې ولایت صنعتي ښارګوټی بیا په څلوروېشت ساعتونو کې یوازې له ۵ څخه تر ۷ ساعتونو پورې برېښنا لري چې په وینا یې دا د دوی لپاره بسنه نه کوي.

نوموړی زیاتوي، چې صنعت کارانو او پانګوالو ته د کافي امکاناتو په واک نه ورکول د دې لامل شوي چې ډیری پانګوال له کندهار څخه خپلې فابریکې نورو سیمو ته انتقال کړي.

هغه وایي، په داسې حال کې چې د کندهار صنعتي پارک تر زر جریبه زیاده ځمکه د کوچیانو او نورو کسانو له لوري عصب شوې، خو پانګوال بیا په کرایه کورونو او سرایونو کې خپلې فابریکې جوړې کړي او په وینا یې چې طالب چارواکو په دې برخه کې کوم د پام وړ ګام نه دی پورته کړی.

شېراحمد وویل: «د نورو ولایتونو صنعت ته چې وګورو زموږ صنعت په صفر کې ضرب دی، زما ورور هم فابریکه لري هغه هرات ته خپله فابریکه انتقال کړه، هر ډول سهولتونه ورته مساعد دي اوس زه هم غواړم هرات ته خپله فابریکه انتقال کړم، دلته امکانات نشته د مشرانو (طالبانو) سره مو څو وارې مجلسونه کړي چې یو حل لاره راته پیدا کړئ څوک شر نه خلاصوي، زموږ په فابریکه کې  تولید روان وي لس وارې برق ولاړ شي او راشي، د ډېزلي برېښنا دومره ډیر وس نه لرو او د سولر برق زموږ نه بسېږي.»

نوموړی دغه راز ادعا کوي، چې د نورو ولایتونو سربېره له کندهاره یو شمېر صنعت کارانو بهرنیو هیوادونو ته هم خپلې کارخونې او پانګې انتقال کړي دي.

د کندهار له صنعتي پارک د فابریکو انتقال او بندېدو سره به یوه لویه برخه کاریګر بې کاره شي

په دې صنعتي پارک کې یو بل پانګوال عصمت الله افغان وایي، چې د کابل او نورو ولایتونو صنعتي پارکونو په پرتله د کندهار صنعتي پارک د پرمختګ لپاره هیڅ ډول خدمت نه دی شوی او دوی له تېرو شلو کلونو راهیسې له زیاتو ناحل شویو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

افغان زیاتوي، چې په ځلونو یې د تېر جمهوري او طالبانو اوسني حکومتي چارواکو ته شکایتونه کړي او خپلې ستونزې یې ورسره شریکې کړي، خو تر اوسه یې ستونزو ته هیڅ ډول حل لاره نه ده موندل شوې.

د ده په وینا، چې صنعتي سکتور ته نه پاملرنه او پر وارداتو تکیه کول به په راتلونکي کې د افغانانو اقتصاد ته سخت زیان ورسوي او له ګڼو ستونزو سره به یې مخامخ کړي.

هغه په خپلو خبرو کې وویل: «موږ ته د خارجي سفارتونو لخوا ویل شوي راشئ دلته زموږ په هیواد کې پانګونه وکړئ موږ هر ډول اسانتیاوې درته برابروو، خپل پاسپورټونه درکوو، د کورنۍ غړي مو ټول درته راغواړو مګر موږ یې وړاندیز نه دی منلی اوس نو باید حکومت زموږ غږ واوري او امکانات راته برابر کړي، افغانستان پر دغه تجارانو او صنعت کارانو ولاړ دی یوازې د کندهار په صنعتي پارک کې تر ۵۰ زره ډیرو کسانو ته د کار زمینه برابره ده دا چې هره میاشت یوه یوه فابریکه نورو ولایتونو یا نورو ملکونو ته انتقالېږي باره به څه شی راته پاتې شي ټول خلک ورسره بېکاره کېږي، اقتصاد یې خرابېږي، موږ نور څه نه غواړو یوازې برق، پاخه سړکونه او اوبه غواړو چې دا امکانات راته برابر شي موږ نوره پانګونه هم کوو.»

پانګوال وایي، د برېښنا نشتون د دوی کارونه ټکني کړي دي

ورته مهال کندهار کې د کانونو او صنعت خونه هم له دې ولایت څخه نورو ولایتونو ته د فابریکو د انتقال خبره مني او وایي، چې دا فابریکې تر ډيره هرات، کابل او مزارشریف ته انتقالېږي.

د کندهار د کانونو او صنعت خونې مشر سيد سرور اماني وایي، چې دغلته په صنعتي پارک کې له ۳۰۰ څخه له نیمایي زیاتې فابریکې د برېښنا نشت، سړکونو خرابوالي او یو شمېر نورو ستونزو له کبله تړل شوي او دغه راز له ۱۵ څخه زیاتي کارخونې هرات او کابل ولایتونو ته انتقال شوي دي.

نوموړي وویل: «په دې وروستیو کې د برېښنا د نشتون له کبله ۱۵ کارخونې هرات او کابل ته انتقال شوي او ډېری د برېښنا د نشت په خاطر بندې شوې دي، زموږ هڅه داده چې ډير ژر د دې فابریکو د برېښنا ستونزه هواره کړو او د سړکونو او نورو امکاناتو د برابرولو په تړاو یې هم زموږ هڅې روانې دي چې ژر دا ستونزې هم حل کړو.»

د یادونې وړ ده چې د کندهار صنعتي پارک اړوند د ځایي فابریکو مسوولینو ویلي که یې تر راتلونکي کال پورې ددوی د برېښنا د نشت، سړکونو د خرابوالي او نوري ستونزې حل نه شي ښايي ډیر شمېر پانګوال خپلې پانګې نورو ولایتونو ته انتقال کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه