په کندهار کې سیمهییزې سرچینې وايي، د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر مامورینو د کندهار ښار ۱۹ صرافان د ږیرې خریلو او «د سر د ویښتانو په لوېدیځ سبک د اصلاح کولو» په تور نیولي دي.
د سرچینو په وینا، دغه صرافان نن چهارشنبه، د سنبلې په ۲۵مه، غرمه مهال د کندهار ښار له صرافانو بازار څخه نیول شوي دي.
د سرچینو د راپور له مخې، دغه کسان په کندهار کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې ته انتقال شوي او اوس مهال په همدې اداره کې ساتل کېږي.
سرچینې وايي، د کندهار د صرافانو د اتحادیې مسؤلینو د دغو کسانو د خوشې کولو لپاره د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې ته مراجعه کړې، خو طالبانو د هغوی له خوشې کولو ډډه کړې ده.
په کندهار کې د طالبانو سیمهییزو مسؤلینو تر اوسه د دغو کسانو د نیول کېدو په اړه څه نه دي ویلي.
طالبانو تر دې مخکې هم یو شمېر ښاروندان د ږیرې خریلو او د سر د ویښتانو د اصلاح کولو په تور نیولي دي.
