د ایران او اسراییلو د جګړې لسمه ورځ؛ امریکا د ایران اټومي تاسېساتو په نښه کړل

اطلاعات روز: په داسې حال کې چې د ایران او اسراییل ترمنځ جګړه لسمې ورځې ته داخله شوې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن سهار (یکشنبه، ۱ د چنګاښ) اعلان وکړ چې ځواکونو یې د ایران په درې مهمو اټومي مرکزونو، فردو، نطنز او اصفهان بریدونه کړي دي.

د امریکا ولسمشر په «تروث سوشیال» کې دا برید «ډېر بریالی» بللی او ویلي یې دي چې پر فردو اټومي مرکز یوه بشپړه محموله بمونه غورځول شوي دي.

ټرمپ یوه بل پوسټ کې ادعا کړې چې د فردو اټومي سایټ «له منځه وړل شوی» دی.

د ایران د اټومي انرژۍ سازمان د دغه هېواد پر هستوي مرکزونو بریدونه تایید کړي او دا یې یو «وحشیانه عمل او د نړیوالو قوانینو، په ځانګړي ډول د اټومي وسلو د نه خپرېدو تړون (NPT)، خلاف» بللی دی.

دغه سازمان ټینګار کړی دی چې «اجازه به ورنه کړي چې د دې ملي صنعت د پرمختګ لاره، چې د هستوي شهیدانو د وینې ثمره ده، ودرول شي.»
د ایران د اټومي انرژۍ سازمان ویلي، چې «اړین ګامونه په ځانګړې توګه حقوقي تعقیب، یې د خپل کاري پلان برخه ګرځولي دي.»

سایټونه تخلیه شوي وو

وروسته له هغه چې امریکا د ایران پر هستوي مرکزونو د برید اعلان وکړ، د ایران د صدا او سیما سیاسي مرستیال حسین عابدیني وویل چې دغه مرکزونه له برید څخه مخکې تخلیه شوي وو.

د ایران د نشراتي شرکت په خبري شبکه کې راڅرګندیدو سره، هغه وویل چې په دې ځایونو کې هیڅ داسې مواد نشته چې د وړانګو لامل شي او که برید وشي نو زیانمن وي.

هغه د صدا او سیما د خبر شبکه کې راڅرګند شو او ویې ویل، چې په دغو مرکزونو کې هېڅ داسې مواد نشته چې د برید پر مهال د وړانګو د خپریدو لامل شي او زیانمن وي.

اسراییل هم د ایران سره د جګړې له پیل راهیسې په مکرر ډول د ایران اټومي سایټونو، په ګډون د اصفهان او نطنز اټومي سایټونو برید کړی دی.

د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې په دې سایټونو د اسراییلو بریدونه تایید کړي او ویلي یې دي، چې دا بریدونه د راډیو اکټیو موادو د خپریدو لامل شوي نه دي.

بلخوا بیا د سي‌اېن‌اېن راپور ورکړی، چې امریکا د ایران د هستوي مرکزونو پر وړاندې د خپلو بریدونو لپاره د «بي-۲» الوتکو څخه استفاده کړې ده.

فاکس‌نیوز بیا د ډونالډ ټرمپ له خولې لیکلي، چې د فردو اټومي مرکز د برید لپاره شپږ سنګر ماتوونکي بمونه غورځول شوي دي.

تر اوسه دا روښانه نه ده چې ایران به د امریکا د دغو بریدونو پر وړاندې څه غبرګون وښيي.

ایران له دې وړاندې ګواښ کړی و چې که امریکا د ایران او اسراییل ترمنځ جګړه کې پوځي مداخله وکړي، د امریکا پوځي اډې به په سیمه کې په نښه کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته