ننګرهار حصارک

د ننګرهار حصارک کې د ۳ پوستو نسکورېدل؛ جګړه لا هم دوام لري

ننګرهار کې د پوځ سیمه ییزې سرچینې وایي، د دې ولایت په حصارک ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو د امنیتي ځواکونو ۳ پوستو ته سقوط ورکړی.

ننګرهار کې د ملی اردو د څلورمې پلې لوا مطبوعاتي مسول بهادر خان نن (سه شنبه، ۲۰ لړم) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، نن سهار شاوخوا ۳:۰۰ بجې وسلوالو طالبانو د حصارک ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو د امنیتي ځواکونو په پوستو بریدونه کړي او ۳ امنیتي پوستې یې نسکورې کړي دي.

نوموړی زیاته کړه جګړه اوسمهال هم دوام لري، خو نوموړي د مرګ ژوبلې شمېرې و نه ویلې. هغه زیاته کړه: «وسله والو طالبانو حصارک ولسوالۍ کې د جګړې پرمهال درې امنیتی پوستې سقوط کړي دي. جګړه لا هم دوام لري.»

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ننګرهار چې د هېواد ختیځ کې یو ناامنه ولایت دی، په ځینو سیمو کې یې د طالبانو په ګډون نورې دولت ضد وسله والې ډلې هم فعالیتونه کوي.