د امریکا د بهرنیو چارو وزیر: د اختلافونو د حل لپاره ډیپلوماسۍ ته ژمن یو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وایي، د امریکا حکومت تل د اختلافونو د حل لپاره ډیپلوماسۍ ته ژمن دی او دا دریځ د ایران په اړه هم صدق کوي.

روبیو دا څرګندونې نن (چهارشنبه،۳۱د چنګاښ) په فیلیپین کې د سویل ختیځې اسیا د هېوادونو ټولنې (آسه‌آن) د غړو د غونډې په څنډه کې کړي او ویلي، ایران د ډیپلوماټیکو خبرو اترو پر مهال پر خپلو ژمنو عمل نه کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل: «یوازې غواړم یو ځل بیا ټینګار وکړم چې متحده ایالات تل ډیپلوماسۍ ته ژمن دي. موږ پراخ نظره یو او تل د خبرو اترو له لارې د اختلافونو حل ته لېوالتیا لرو. دا موضوع د ایران په اړه هم صدق کوي.»

هغه ایران د ډیپلوماټیکو ژمنو په ماتولو تورن کړ او ویې ویل: «سره له دې چې ایران په مستقیم او غیرمستقیم ډول له امریکا سره د اختلافونو د حل لپاره اړیکې نیولې دي او آن ځینو هوکړو ته هم رسېدلي وو، خو له بده مرغه تر اوسه یې خپلو ژمنو ته عمل نه دی کړی.»

مارکو روبیو وویل، د امریکا او ایران ترمنځ اوسنۍ ستونزه دا ده چې د ایران اسلامي جمهوریت د خبرو اترو په اړه «جدي» نه دی.

هغه زیاته کړه: «که ایران جدي وي، موږ هم جدي یو. که هغوی جدي نه وي، موږ به د خپلو او د خپلو متحدانو د ګټو د ساتنې لپاره هر اړین اقدام ترسره کړو.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د نن سهار د شخړو د نوي پړاو په اړه، چې د یوولسمې پرله ‌پسې شپې لپاره یې دوام درلود، وویل چې اصلي موضوع د هرمز تنګي ده.

هغه وویل: «په اصل کې موضوع ډېره ساده ده. ایران داسې حق غواړي چې د هېڅ موجود حقوقي چوکاټ له مخې یې نه لري، یعنې د هرمز تنګي له لارې د تګ راتګ کنټرول. هرمز یوه نړیواله سمندري لار ده.»

خو بلخوا ایراني چارواکي بیا متحده ایالات د خپلو ژمنو په ماتولو تورنوي. د دواړو هېوادونو وروستۍ هوکړه، چې د پاکستان او قطر په منځګړیتوب د ۱۴ مادو د تفاهم ‌لیک په لاسلیک سره ترسره شوې وه، هم نقض شوې ده. د ایران د بهرنیو چارو وزارت په تازه څرګندونو کې ویلي چې نور ځان د اسلام‌اباد تفاهم ‌لیک ته ژمن نه ګڼي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته