رویټرز: پاکستان د خپلو ملي اسعارو د ارزښت د ثبات لپاره له امریکا د ۱۰ میلیارده ډالرو مرستې غوښتنه کړې

د رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې پاکستان د خپلې ملي کرنسۍ د ارزښت د ثبات لپاره له امریکا څخه د پنځو کلونو لپاره د ۱۰ میلیارده ډالرو په ارزښت د «د اسعارو د تبادلې د نرخ د ثبات د ملاتړ دوه‌اړخیزې اسانتیا» غوښتنه کړې ده.

رویټرز نن (چهارشنبه، ٣١ د چنګاښ) د یوې باخبره سرچینې له قوله لیکلي چې دا غوښتنه د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بېسنټ ته سپارل شوې ده.

د راپور له مخې، دا غوښتنه چې د لومړي ځل لپاره افشا کېږي، وروسته له هغې مطرح شوې چې پاکستان د ایران او امریکا ترمنځ د منځګړیتوب رول ولوباوه؛ هغه اقدام چې د اسلام‌اباد ډیپلوماتیک دریځ یې پیاوړی کړ او د واشنګټن او نورو هېوادونو څخه یې د اقتصادي ګټو د ترلاسه کولو هیلې زیاتې کړې.

که امریکا له دې غوښتنې سره موافقه وکړي، دغه مالي ملاتړ به د پاکستان د بهرنیو اسعارو زېرمې پیاوړې کړي، پر روپۍ به فشار کم کړي او د څو اړخیزو مالي بنسټونو پر تمویل به یې تکیه راکمه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د پیسو نړیوال صندوق (IMF) د پروګرام له مخې د سختو مالي او پولي پالیسیو پلي کولو ته ژمن دی.

رویټرز لیکلي چې د امریکا د خزانې وزارت د دې غوښتنې په اړه له تبصرې کولو ډډه کړې او د پاکستان د مالیې وزارت هم په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.

د پاکستان د مالیې وزیر محمد اورنګزیب پرون په واشنګټن کې د امریکا د خزانې له وزیر سکاټ بېسنټ سره ولیدل.

د پاکستان د مالیې وزارت د خبرپاڼې له مخې، دواړو لوریو د جیوپولیټیکي بدلونونو پر وړاندې د پاکستان د اقتصاد د زیان‌مننې په اړه خبرې وکړې، خو په خبرپاڼه کې د ۱۰ میلیارده ډالرو غوښتنې یادونه نه ده شوې.

د پاکستان د مالیې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: «سناتور اورنګزیب له امریکا وغوښتل چې د نړیوالو پانګه‌والو بازارونو ته د پاکستان د لاسرسي په برخه کې لا ډېر ملاتړ وکړي؛ هغه بهیر چې د نړیوالو مالي بازارونو ته پر ښه لاسرسي، د بهرنیو اسعارو د زېرمو پر زیاتوالي او د هېواد د اعتباري درجې پر ښه والي ولاړ دی.»

دغه وزارت زیاته کړې چې دواړو لوریو د اقتصادي همکاریو پر پراخولو، په پاکستان کې د امریکا د پانګونې پر زیاتولو او د ستراتیژیکو پروژو پر مخ وړلو ټینګار کړی دی.

پاکستان دا مهال هم د پیسو نړیوال صندوق د ۷ میلیارده ډالرو د پور پروګرام تر ملاتړ لاندې دی؛ هغه پروګرام چې د مالیاتو زیاتوالی، د دولتي لګښتونو محدودول او اقتصادي اصلاحات پکې شامل دي.

د امریکا د اسعارو د تبادلې د نرخ د ثبات اسانتیاوې نادر مالي ابزارونه دي چې معمولاً د امریکا د اسعارو د ثبات صندوق له لارې برابریږي او د ډالرو د برابرولو، د اسعارو د تبادلې د «سوآپ» تړونونو یا مالي تضمینونو په بڼه د هېوادونو د بهرنیو اسعارو د زېرمو او د ملي کرنسۍ د ثبات لپاره کارول کېږي.

د پیسو نړیوال صندوق تر ملاتړ لاندې اصلاحاتو د پاکستان اقتصاد تر یوه بریده باثباته کړی، خو سیاسي لګښتونه یې هم درلودلي؛ لکه د مالیاتو لوړوالی، د دولتي لګښتونو محدودیت او د پراختیايي او ټولنیزو هوساینې پروګرامونو لپاره د دولت د لګښت کولو وړتیا کمېدل.

سره له دې، په پاکستان کې جوړښتي ستونزې لا هم پر خپل ځای پاتې دي او بهرنۍ پانګونه هم محدوده ده.

د پاکستان حکومت هڅه کړې چې له ډونالډ ټرمپ سره خپلې اړیکې د دغو ستونزو د یوې برخې د حل لپاره وکاروي او دا مهال د دواړو هېوادونو اقتصادي همکارۍ د کریپټو اسعارو، املاکو او کانونو په برخو کې هم روانې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته