د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ ویلي، چې په ایران کې مېشت افغان کډوال د ایران او امریکا د جګړې له تر ټولو زیان منونکو کسانو څخه دي.
ښاغلي بېنټ نن (شنبه، ۳ د زمري) په خپله اېکس پاڼه په یوه خپاره کړي پیغام کې د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې د بیا پیل کېدو غندنه کړې او ویلي یې دي، چې افغان کډوال ډېری وخت د دې جګړې د پایلو په اړه له پامه غورځول کېږي.
هغه په ایران کې د افغان وګړو د اعدامونو دوام ته هم اشاره کړې او دا وضعیت یې د خواشینۍ وړ بللی دی.
اټکل کېږي چې شاوخوا څلور میلیونه افغان کډوال په ایران کې ژوند کوي، او دې جګړې د هغوی پر ژوند هم مستقیم اغېز کړی دی.
سره له دې، د ایران په کورنیو رسنیو او همدارنګه په نړیوالو رسنیو کې د دې جګړې پر افغان کډوالو د اغېزو په اړه نسبتاً لږ راپورونه او پوښښ شوی دی.
