اطلاعات روز: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولان په کندهار ولایت کې د تاریخي او لرغونو اثارو د خوندي او منظمې ساتنې په موخه د موزیم لپاره د یوې نوې ودانۍ د جوړېدو خبر ورکوي.
د یاد وزارت لپاره د طالبانو د مرکزي موزیم رئیس صبغت الله عابد نن (سه شنبه، ۵ د زمري) ویلي چې دغه ودانۍ د تاریخي اثارو د خوندي کولو، ثبت، ساتنې او څېړنې لپاره د افغانستان د کلتوري میراثونو د څېړني او ساتني د انسټیټوټ په مالي ملاتړ په معیاري ډول جوړه شوې.
د عابد په وینا، دغه ودانۍ د لس زره تاریخي اثار د لیدني او ساتني ظرفیت لري، چې موخه یې د هېواد ارزښتناک فرهنګي میراث له زیان او له منځه تلو څخه ساتل دي.
د نوموړي د مالوماتو له مخې، په دې موزیم کې له میلاد څخه بیا تر اوسه د شپږو تاریخي دورو فلزي، کتابي، لرګین او خټین اثار په منظم او خوندي المارۍ پکي ایښودل شوي چې د کورنیو او بهرنیو سېلانیانو پام به ځانته راجلب کړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت یاد چارواکی ټینګار کوي، چې د لرغونو آثارو د ناقانونه کیندلو او د تاریخي آثارو د قاچاق مخنیوي لپاره یې هڅې پیل کړې دي.
فرهنګي فعالان هم د کندهار موزیم لپاره د ودانۍ له جوړېدو د هرکلي تر څنګ ټینګار کوي، چې د تاریخي آثارو ساتنه د یوه هېواد د تاریخ، هویت او فرهنګي ارزښتونو د خوندي کولو لپاره ځانګړی اهمیت لري.
