ایران په اردن کې د امریکا پر اډې او مرکزي قومندانۍ برید کړی

د ایران سپاه‌پاسداران هوايي ځواک ویلي، اُردن کې یې د امریکا پوځ پر هوايي اډې او د مرکزي قومندانۍ په مرکز د بالستیک توغندیو برید کړی.

د سپاه پاسداران د هوايي ـ فضايي ځواک قوماندانۍ ویلي، د ایران او د دغه هېواد د ګټو پر ضد د امریکا د «پرله‌پسې ګواښونو او ناقانونه او شرارت‌ناکو اقداماتو» په غبرګون کې یې په اردن کې د امریکا پوځي اډه د بالستیک توغندیو په وسیله په نښه کړې ده.

د سپاه پاسداران د هوايي ـ فضايي ځواک په اعلامیه کې، چې د ایران دولتي رسنیو خپره کړې، راغلي: «تر هغه چې د ایران اسلامي جمهوریت پر ضد ګواښونه او زموږ د ګټو پر وړاندې د امریکايي ځواکونو ناقانونه او شرارت‌ناک اقدامات دوام ولري، زموږ مقاومت به هم دوام ولري.»

سپاه پاسداران ټینګار کړی چې «د امریکايي چارواکو ګواښونه او زموږ د ګټو پر وړاندې ناقانونه لاسوهنې باید پای ته ورسېږي.»

بل لور ته، د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) هم تایید کړې چې په اردن کې مېشت امریکايي ځواکونه د ناڅاپي برید هدف ګرځېدلي دي.

سینټکام ویلي، د نن (چهارشنبه، ۶ دزمري) د سهار په لومړیو ساعتونو کې د ایران سپاه پاسداران په منځني ختیځ کې پر امریکايي ځواکونو د ناڅاپي برید په ترڅ کې له ایران څخه څو بالستیک توغندي وتوغول.

سینټکام ویلي چې ټول ایراني توغندي «په بریالیتوب» سره شنډ او رهګیر شوي دي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ نښتې د روانې اوونۍ د شنبې له ورځې راهیسې درېدلې وې. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ ویلي وو چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستانه خبرې روانې دي، څو د جګړې د پای او د ایران د اټومي مسئلې لپاره یوه حل‌لاره وموندل شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته