بې سرحده ډاکتران: یوې افغانې ښځې وروسته له هغې خپل جنین یې له لاسه ورکړ چې پاکستاني پولیسو یې پر کور چاپه ووهله

د بې سرحده ډاکټرانو سازمان وایي، یوې افغانې کډوالې ښځې وروسته له هغې چې د پاکستان پولیسو یې پر کور چاپه ووهله، د سختې وېرې او رواني فشار له امله خپل جنین له لاسه ورکړی دی.

دغه سازمان نن (چهارشنبه، ۶ د زمري) په یوه اعلامیه کې د پاکستان له حکومته غوښتي، چې د افغان کډوالو جبري ایستل ودروي او کډوالو ته د روغتیايي خدمتونو خوندي لاسرسی برابر کړي.

بې سرحده ډاکترانو د یوې افغانې کډوالې کورنۍ کیسه خپره کړې چې پکې د کورنۍ مشر نجیب وایي، وروسته له هغې چې د پاکستان پولیسو یې پر کور چاپه ووهله او هغه یې ونیوه، مېرمن یې خپل جنین له لاسه ورکړ.

نجیب ویلي، که څه هم هغه د (پي او آر) کارت یې درلود، خو بیا هم د پاکستان پولیس یې کور ته ننوتل او هغه یې ونیوه.

نجیب وایي: «زما مېرمن درې میاشتې امیندواره وه، چې پولیسو زه ونیولم. کله چې خوشې شوم او بله ورځ کور ته راغلم، هغه لا هم ډېره وېرېدلې وه. هغې راته وویل چې د سخت فشار او وېرې له امله یې شدیده وینه بهېدلې ده.»

هغه زیاتوي: «زما ذهن له ګڼو انځورونو ډک و؛ د نیول کېدو صحنه، رواني صدمه او د تېرې شپې کړاوونه ټول مې په ذهن کې ګرځېدل، خو یوازې د خپلې مېرمنې د ژغورلو لپاره مې، سره له دې چې وېرېدلی وم، اقدام وکړ.»

نجیب وایي: «بالاخره مو پرېکړه وکړه چې روغتون ته ولاړ شو، خو وېره مې درلوده چې بیا به مې ونیسي. مېرمن مې په بیړه ډاکټر ته ورسوله، خو ډېر ناوخته شوی و. هغې خپل جنین له لاسه ورکړی و.»
بې سرحده ډاکتران وایي، په پاکستان کې افغان کډوال تل د نیول کېدو، د خپلې روزۍ د له لاسه ورکولو او جبري ایستلو له وېرې سره ژوند کوي.

دغه سازمان زیاتوي، جبري ایستل د افغان کډوالو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی سخت کړی او ډېری کورنۍ د نیول کېدو له وېرې خپلې طبي درملنې ځنډوي یا ترې تېرېږي.

ډاکټران بې سرحده د پاکستان له حکومته غوښتي چې د افغان کډوالو د جبري ایستلو بهیر ودروي او ناروغان او هغه کسان چې طبي پاملرنې ته اړتیا لري، باید روغتونونو ته د تګ او بېرته ستنېدو پر مهال ونه نیول شي او ونه ایستل شي.

د دې سازمان په وینا، د جبري ایستلو تګلارې له امله ډېری افغان کډوالو خپلې دندې او د عاید سرچینې له لاسه ورکړي، چې له امله یې د دغو کورنیو د ماشومانو ترمنځ د خوارځواکۍ کچه هم لوړه شوې ده.

ډاکټران بې سرحده وایي، په کویټه، بلوچستان کې د یوه روغتیايي کلینیک له فعالولو وروسته یې موندلې چې ۷.۶ سلنه افغانې ښځې او ماشومان په شدیدې حادې خوارځواکۍ او ۲۵.۷ سلنه یې په منځنۍ کچې حادې خوارځواکۍ اخته دي.

پاکستان له ۲۰۲۳ کال راهیسې د افغان کډوالو د پراخې جبري ایستنې بهیر پیل کړی، چې تر اوسه یې له ۲.۵ میلیونو څخه ډېر افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه کړي او دا لړۍ لا هم روانه ده.

د دې بهیر په وروستي پړاو کې، د پاکستان حکومت د هغو کسانو د جبري ایستلو لړۍ هم پیل کړې چې د استوګنې اسناد یې پای ته رسېدلي دي، او اټکل کېږي چې شاوخوا ۷۰ زره افغان کډوال به له دې پرېکړې اغېزمن شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته