رویټرز: ایران له چین څخه اوږه‌ توغندیز هوايي دفاعي سیسټمونه پېرلي دي

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې ایران له چین څخه د اوږې پر سر توغول کېدونکي هوايي دفاعي سیسټمونه پېرلي دي.

رویټرز نن (چهارشنبه، ۶ د زمري) لیکلي، چې ایران به «په راتلونکو څو اوونیو کې» تر ۴۰۰ پورې چینايي اوږه‌توغندیز توغندیز سیسټمونه ترلاسه کړي.

دې رسنۍ ته درېیو باخبره سرچینو ویلي، چې د دې تړون ارزښت شاوخوا له ۶۰ تر ۷۰ میلیونه ډالرو پورې دی.

د دې معاملې له مخې، ایران به د لنډ واټن هوايي دفاع د پیاوړتیا لپاره د ۳۰۰ تر ۴۰۰ پورې د لېږد وړ یا اوږه‌ توغندیزو هوايي دفاعي توغندیو سیسټمونه ترلاسه کړي.

یوه «اروپايي امنیتي سرچینه» رویټرز ته ویلي چې د دوی د هېواد چارواکي ایران ته د «QW» (کیو ډبلیو) ماډل اوږه‌توغندیزو توغندیو د پلور له څو «احتمالي تړونونو» خبر وو.

په راپور کې راغلي چې دغه تړون د ژونګ‌ کینګ بائوشانګ نړیوالې پانګونې شرکت سره لاسلیک شوی، چې په هانګ کانګ کې مېشت دی او د سرچینو په وینا، د ایراني لوري او چینايي عرضه کوونکي ترمنځ د منځګړي په توګه فعالیت کوي.

باخبره سرچینو ویلي چې دا محموله به د چین له لوېدیځ ښار اورومچي څخه پاکستان ته او له هغه ځایه ایران ته ولېږدول شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه د نظر غوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی، خو د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دغه راپورونه «په بشپړ ډول بې‌بنسټه» دي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې (ای ایس پي ار) هم په دې موضوع کې د اسلام‌اباد هر ډول ښکېلتیا رد کړې او ویلي یې دي چې هغه ګنګوسې چې ګواکې پاکستان له چین څخه ایران ته د هوايي دفاعي وسلو په لېږد کې رول لري، «په بشپړ ډول جعلي او ناسمې» دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته