د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا نن (شنبه، ١٠ د زمري) راپور ورکړی چې دغه لوړپوړي ایراني چارواکي خبرداری ورکړی، که امریکا خپل پراخ بریدونه بیا پیل کړي، نورې ستراتیژیکې سمندري لارې به هم له ګواښ سره مخ شي.
هغه ویلي دي: «د امریکا د رژیم د سمندري محاصرې او جګړهپارونکو اقداماتو دوام به هم د هرمز تنګي تړل لا پسې ټینګ کړي او هم به نورې تنګۍ او مهمې تګلارې وتړي.»
ذوالقدر زیاته کړې: «د دې بیه به نړیوال اقتصاد، د انرژۍ بازار او د امریکا رایه ورکوونکي پرې کړي.»
پرون د «د فارس خلیج د اوبو لارو د مدیریت ادارې» اعلان وکړ چې د «امریکا د یرغلګرو اقداماتو» له امله د هرمز تنګي له لارې تګ راتګ نور امکان نه لري.
خو د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) دا ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې سوداګریزې بېړۍ لا هم د هرمز له تنګي څخه تېرېږي او ایران پر دې نړیوالې اوبولارې هېڅ ډول کنټرول نه لري.
