د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، پر ایران یې پلان شوی پوځي برید د دې په شرط لغوه کړی چې ژر تر ژره یوې هوکړې ته ورسېږي.
ټرمپ نن (یکشنبه، ١١ د زمری) په خپلې ټولنیزې شبکې «ټروت سوشیل» کې لیکلي، چې دا پرېکړه یې د ایران او د منځني ختیځ د نورو هېوادونو په غوښتنه کړې ده.
د نوموړي په وینا، د دې احتمالي هوکړې په چوکاټ کې به د هرمز تنګي سمدستي، بشپړه او هر اړخیزه پرانیسته او د ایران د اټومي ګواښ پای ته رسول شامل وي.
ټرمپ ویلي: «متحده ایالات چمتو دي چې د دویمې نړیوالې جګړې وروسته په بېساري کچه د ایران پر ضد پوځي اقدام وکړي، خو د ایران او د منځني ختیځ د نورو هېوادونو په غوښتنه یې خپل بریدونه درولي دي.»
هغه زیاته کړې چې برید یې «په دې شرط لغوه کړی چې ژر یوې هوکړې ته ورسېږي» او دا کار یې «د نړۍ د راتلونکو ګټو او همدارنګه د یوه بریالي او هوسا ایران د بقا» لپاره کړی دی.
د ټرمپ په خبره، اسرائیل هم د دې هوکړې د ترلاسه کولو لپاره د پوځي عملیاتو د درولو په اړه له امریکا سره همغږی دی.
د امریکا ولسمشر له ټولو ښکېلو لورو غوښتي چې د دې هوکړې د وروستي کېدو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
دوه ورځې مخکې نړیوالو رسنیو راپور ورکړی و، چې متحده ایالات د ایران په بېلابېلو سیمو کې د پراخو پوځي عملیاتو لپاره چمتووالی نیسي.
نن درېیمه پرلهپسې ورځ ده چې د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) د ایران پر ضد د هېڅ ډول پوځي عملیاتو خبر نه دی ورکړی.
