د ایران سپاه پاسداران ویلي چې د امریکا یوه MQ-9 بېپیلوټه الوتکه یې د هرمز تنګي پر سر تعقیب او له منځه وړې ده.
د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د سپاه پاسداران د عامه اړیکو دفتر نن (دوشنبه، ١٢ د زمری) ویلي، چې دغه بېپیلوټه الوتکه د هوايي ځواک د پرمختللي نوې دفاعي سیسټم په ډزو ویشتل شوې ده.
سپاه پاسداران تر اوسه په دې اړه نور جزییات نه دي خپاره کړي او د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) هم تر اوسه د دې ادعا په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا پر ایران بریدونه یو ځل بیا د سیمې د هېوادونو د کړکېچ کمولو د هڅو له امله درول شوي دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې دا بریدونه د چټک هوکړې د ترلاسه کېدو په شرط ځنډول شوي دي.
هغه ادعا کړې چې له ایران سره خبرې اترې نن پیلېږي خو ایران ویلي، چې اوس مهال له امریکا سره هېڅ ډول خبرې اترې نه روانې دي.
