ترکي رسنیو راپور ورکړی چې د لومړي ځل لپاره د دغه هېواد د هوايي ځواک په تاریخ کې یوې ښځې د جنرالۍ رتبه ترلاسه کړې ده.
د «صباح» ورځپاڼې د راپور له مخې، اوزلم کاراپینار د ترکیې د عالي پوځي شورا د پرېکړې او د ولسمشر رجب طیب اردوغان له تایید وروسته، د ډګروالۍ له رتبې څخه د برید جنرالۍ رتبې ته لوړه شوې ده.
د راپور له مخې، نوموړې د کلونو په اوږدو کې د ترکیې په هوايي ځواک کې د ارکانو افسره وه او په بېلابېلو څانګو او قوماندانۍ کې یې مهمې دندې ترسره کړې دي.
د اوزلم کاراپینار د پوځي ژوند د بدلون کیسه د ښوونځي له فراغت وروسته پیل شوه. که څه هم هغه د ایجه پوهنتون د طب پوهنځي ته بریالۍ شوې وه، خو وروسته چې د ترکیې د هوايي ځواک له اکاډمۍ څخه ورته د شاملېدو بلنه ورسېده، پرېکړه یې وکړه چې د طب پر ځای د هوايي چلند او پوځي خدمت لاره خپله کړي.
همدې پرېکړې هغه د ترکیې د هوايي ځواک په تاریخ کې د لومړۍ ښځینه جنرال په توګه ثبت کړه.
