د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو لپاره د ایران ملي امنیت شورا شپږ شرطونه ټاکلي

د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي محمدباقر ذوالقدر اعلان کړی چې تر هغه به د هرمز تنګي د امریکا له لوري د ایران د شپږو شرطونو له منلو مخکې بېرته پرانیستل نه شي.

د ایران ملي امنیت شورا د شنبې شپې (۱۷ اسد) د ذوالقدر له لوري ټاکل شوي شرطونه په «ایکس» کې خپاره کړي دي.

د بندیزونو لېرې کول، د سمندري محاصرې پای ته رسول، د جګړې د تاوان ورکول، د ایران د کنګل شویو شتمنیو ازادول، په ټولو جبهاتو کې د جګړې پای ته رسول، چې لبنان، فلسطین، یمن او عراق هم پکې شامل دي، او پر ایران د ګواښونو پای ته رسول؛ هغه غوښتنې دي چې ذوالقدر یې د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو لپاره د شرطونو په توګه اعلان کړې دي.

تر دې مخکې دغه موارد د «اسلام‌اباد تفاهم‌لیک» په نوم د ۱۴ مادېز تړون د چوکاټ یوه برخه وو. ایران دغه موارد د جګړې د دایمي پای ته رسولو او د هرمز تنګي د بشپړ پرانیستلو لپاره د وروستي تړون د ترلاسه کولو په موخه په سند کې شامل کړي وو او امریکا هم د ځینو مواردو له منلو سره موافقه کړې وه.

اوس د دغو مواردو د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو لپاره د مخکنیو شرطونو په توګه ټاکل کېدل، ښايي پر هغه نوي تړون د هوکړې پر بهیر اغېز وکړي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یې یادونه کوي.

ټرمپ، سره له دې چې د ایران مشران یې پر «دوه‌مخۍ» تورنوي، تېره اوونۍ اعلان وکړ چې د هرمز تنګي د بشپړ پرانیستلو او د ایران د اټومي وړتیا د له منځه وړلو لپاره له ایراني چارواکو سره خبرې لا هم روانې دي.

له بلې خوا، ایران او عمان هم په دې وروستیو کې یوې هوکړې ته رسېدلي چې له مخې به یې د هرمز تنګی د یوه ټاکلي وخت لپاره په ګډه مدیریتوي او د سوداګریزو بېړیو څخه به د خدمتونو په بدل کې فیس اخلي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته