د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت اعلان کړی چې د نهو خصوصي پوهنتونونو د فعالیت جوازونه په دغو تعلیمي مرکزونو کې د «خیالي محصلینو» او «فساد» د تثبیت له امله ځنډول شوي یا لغوه شوي دي.
دغه وزارت نن (یکشنبه، د زمري ۱۸مه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې د اوو خصوصي پوهنتونونو فعالیتونه د یوه کال لپاره ځنډول شوي او د دوو نورو خصوصي پوهنتونونو د فعالیت جوازونه د تل لپاره لغوه شوي دي.
د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت ویلي چې د دغو خصوصي پوهنتونونو پر وړاندې پرېکړې د ۱۴۰۵ لمریز کال د پسرلني سمستر له څارنې او ارزونې وروسته شوې دي.
د وزارت په اعلامیه کې راغلي چې په جوزجان کې د «برلاس»، په بلخ کې د «راه سعادت» او «ترکستان»، په بدخشان کې د «ازهر» او «برنا»، په فاریاب کې د «رشاد» او په کابل کې د «پیام» خصوصي پوهنتونونو فعالیتونه د یوه کال لپاره ځنډول شوي دي.
همداراز، په کندوز کې د «کهندژ» او په تخار کې د «خانه دانش» خصوصي پوهنتونونو د فعالیت جوازونه د تل لپاره لغوه شوي دي.
د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت ویلي چې دغو خصوصي پوهنتونونو د محصلینو د زدهکړو لپاره لازم شرایط نه وو برابر کړي او د دې لپاره چې محصلین فارغ شي، له منظم حضور، په لابراتوارونو او روغتونونو کې د عملي کار له ترسره کولو پرته یې د اداري فساد زمینه برابره کړې وه.
دغه وزارت ویلي چې د دغو خصوصي پوهنتونونو ځینو یې د مهالوېش له مخې ټولګي او درسونه لرل، خو په ټولګیو کې یې ان یو محصل هم حضور نه درلود.
د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت د دغو خصوصي پوهنتونونو د فعالیت د ځنډولو او جوازونو د لغوه کولو لاملونه داسې یاد کړي: د رهبرۍ او اداري پلاوي نشتوالی، د خیالي محصلینو لرل، د ټولګیو د حاضري نه اخیستل، د سمستر په وروستۍ ازموینه کې د محرومو محصلینو شاملول، د طبي محصلینو لپاره د لابراتوار د وسایلو نشتوالی، د دغه وزارت له لوري د معرفي شوي نصاب نه تدریس، او په روغتونونو کې د طبي څانګو محصلینو ته د عملي کار د فرصت نه برابرول.
په افغانستان کې د ۳۴ ولایتونو په کچه له ۱۲۰ څخه ډېر خصوصي د لوړو زدهکړو بنسټونه فعالیت کوي چې د پام وړ برخه یې د طبي څانګو انسټیټیوټونه دي.
