په هرات کې یوه ښځه د ماشوم د وژلو په تور نیول شوې

د هرات لپاره د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند، سید مسعود حسيني وایي، یوه ښځه د یوه نیم کلن ماشوم د پنځم پوړ څخه د غورځولو په تور نیول شوې ده، چې د ماشوم د مړینې لامل شوی دی.

باختر خبري اژانس د مسعود حسيني له قوله راپور ورکړی، چې تورنې شوې ښځې په لومړنیو تحقیقاتو کې پر خپل عمل «اعتراف» کړی دی.

حسیني ویلي، دغه ښځه په هغه کور کې د صفاکارې په توګه کار کاوه چې پېښه پکې شوې ده.

د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند د ماشوم د غورځولو لامل د نوموړې ښځې او د کورنۍ د دوو نورو صفاکارانو ترمنځ «شخصي اختلافات او عقدې» بللي دي.

تېره ورځ راپورونه خپاره شول چې یوې ۵۵ کلنې ښځې د هرات ښار د قول اردو د فامیلیو په سیمه کې یو ماشوم له ودانۍ څخه لاندې غورځولی دی.

ځايي سرچینو ویلي، په دې پېښه کې وژل شوی ماشوم «نوران» نومېده او کورنۍ یې تازه له جرمني څخه هرات ته راغلې وه.

د سرچینو په وینا، د ماشوم د مور د ګرځنده ټیلیفون او یو څه نغدو پیسو له ورکېدو وروسته، د کورنۍ پر صفاکارانو د غلا شک وشو. د اختلافاتو له زیاتېدو وروسته، کورنۍ پرېکړه وکړه چې هغه صفاکاره، چې شاوخوا ۱۵ کاله یې له دوی سره کار کړی و، له دندې ګوښه کړي.

د قضیې په اړه باخبره کسانو ویلي، دغه ښځه وروسته له هغه چې د غلا په تور پرې شک وشو او د خپلې دندې د ختمېدو له پرېکړې خبره شوه، د پنجشنبې سهار (د زمري ۱۵مه) هغه مهال چې کورنۍ د ټیلیفون د ورکېدو په موضوع بوخته وه، د ودانۍ پنځم پوړ ته ختلې او ماشوم یې له کړکۍ څخه بهر غورځولی دی.

په هرات کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویلي، د پېښې د حقیقت موندلو لپاره لا هم نورې څېړنې روانې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته