د غزني ولایت په یوه سیمه کې د جګړو له پاتې شوې ناچاودې سرګلولې د چاودنې له امله درې ماشومان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي. ماشومان دغه راکټي سرګلوله موندلې وه او ورسره یې لوبې کولې.
په غزني ولایت کې سیمهییزې سرچینې وایي، چې دا چاودنه تېره ورځ، شنبه د زمري ۱۷مه، د غزني ښار ته څېرمه د «نوعي» په سیمه کې شوې ده.
یوه سرچینه وایي، ماشومانو په یوه شاړه ځمکه کې د راکټ سرګلوله موندلې وه او ورسره یې لوبې کولې، چې ناڅاپه چاودنه وشوه.
د سرچینې په وینا، په وژل شویو ماشومانو کې دوه وروڼه وو چې عمرونه یې د ۱۰ او ۱۵ کلونو ترمنځ وو.
سرچینه زیاتوي، چې د پېښې ټپیان روغتیايي مرکز ته لېږدول شوي دي.
په افغانستان کې د څو لسیزو جګړو له امله د هېواد ځینې سیمې لا هم په ماینونو او ناچاودو مهماتو ککړې دي.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په افغانستان کې شاوخوا درې میلیونه او ۳۰۰ زره کسان له ماینونو او ناچاودو مهماتو سره د ککړو سیمو په یوه کیلومترۍ کې ژوند کوي.
د دغو شمېرو له مخې، یوازې په ۲۰۲۵ کال کې د ماینونو او جګړو له پاتې ناچاودو مهماتو څخه د چاودنو له امله ۴۷۱ ملکي تلفات ثبت شوي، چې ۶۷ سلنه یې ماشومان وو او ډېری یې هلکان وو.
